fbpx

د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاج په قلعه سیف الله سیمه کې پيل شوی

د شهید ارمان لوڼي د شهادت دوه ورځې وروسته تېره شپه منظور پښتین په توله نړۍ کې احتجاجونه اعلان کړ چې پیل یې اوس په لورلایې قلعه سیف الله سیمه کې لومړنی احتجاج پیل شو .

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي په زرګونه پښتانه په لورلایې قلعه سیف الله سیمه کې همدا شېبه راټول شوي دي او د شهید ارمان لوڼي د شهادت وروسته د پنجابي ریاست څخه عدالت غواړي په دې ممهم او لوی احتجاج کې دوئ د پنجاب پر ضد چېغې وهي او په یو غږ وایې لر او بر یو افغان دی .

په دې لاریون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي خان زمان کاکړ، د ښځو له ډلې مبارزه ثناع اعجاز، د شهید ارمان مبارزه خور وړانګې بي بي سربېره نورو مشرانو او زرګونو نورو پښتنو ګډون کړی دی اواحتجاج لاهم د پنجاب پر ضد روان دی .

په لاریون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی خان زمان کاکړ ګډونوالو ته همدا شېبه خپله وینا کوي کاکړ د پنجاب حکومت وروستي وحشتونه د نقیب مسید وړاندې او را وروسته یو یو پر ګوته کړ چې د پنجابي حکومت له لورې په شهادت رسېدلي دي کاکړ د خبرو په جریان کې وایې لر او بر یو افغان دی مونږ څوک نه شي یېلولی دی وایې پنجاب ته مو ماته ورکړه هغوئ غوښتل چې مونږ د شهید ارمان جنازه کې ګډون ونکړو خو په خپل زور راغلو.

کاکړ زیاتوي دا موخپلې سیمي دي او پنجابی ریاست به له مونږ اجازت اخلي تر څو تر څومو خاورې ته داخلېږي دی وایې د پښتون مېشتو په سیمه کې پنجابی ریاست له دې وروسته هېڅ نه شي کولی او د زرګونو شهیدان شویو پښتنوغچ به ترې اخلو د دې ترڅنګ په احتجاج کې تر دېره بریده د پنجابي ریاست پر ضد غږونه پورته کېږي.

د یادولو ده ده د پاکستان په ګډون په ټوله نړۍ بیاپه افغانستان کې د لر اوبر پښتنو په سیمو کې احتجاجونه پیل شوي او لاهم د ورځې په اوږدو کې به په ډیری سیمو کې احتجاجونه زور واخلي .