fbpx

په اسلام اباد کې پښتانه احتجاج کونکي پولیسو نیولي

څو شېبې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپله فسبوک پاڼه یوه ژوندۍ ویډیو شریکه کړې او لیکلي ورسره چې د پي ټي ایم احتجاج کونکي د پولیسو له لورې نیول شوي او نامعلوم ځای ته وړل شوي دي .

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او په لر او بر کې په زرګونو پښتنو د پاکستاني ریاست پر ضد په پراخ لاریونونو لاس پورې کړی دی چې یاده لړۍ د پاکستان په ګډون د افغانستان په ډیری سیمو کې همدا مهال روانه ده او لا پراخېږي .

ارمان لوڼي د یکشنبې پر شپه د پاکستاني پوځ له لورې په په شهادت رسېدلی دی چې اوس مهال په لر او بر کې پراخ لاریونونه روان دي ، منظور پښتین اوس لیکلي چې د پي ټي ایم غړي پاکستاني پوځ نیولي خو دا لا نه ده معلومه چې کومې خواته یې له ځان سره بېولي دي .

منظور پښتین وایې په ډیری سیمو کې احتجاج کونکو سره د پاکستاني پولیسو له لورې بد سلوک کېږي او پښتانه دې ته نه پرېښودل کېږي چې په ازادانه ډول احتجاجونه وکړي .
نن به د افغانستان او پاکستان په ګډون په ګرده نړۍ کې هم د پښتون مېشتو په سیمو کې لاریونونه دوام ولري .