fbpx

ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې پایلې ته ورسېږي دوی خپل سرتېري کمولی شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې خبرې پایلې ته ورسېږي دوی خپل سرتېري کمولی شي.

ټرمپ دغه څرګندونې د دغه هېواد ۱۱۶ کانګرېس ته کلنۍ وینا کې وکړې او ویې ویل، چې په افغانستان کې د سولې خبرې ښې او ګړندۍ روانې دي.

نوموړي زیاته کړه سره له دې چې د طالبانو سره خبرې ښې او ګړندۍ روانې دي، خو تر اوسه نه پوهېږي، چې دغه خبرې به یوې پایلې ته ورسېږي که نه.

ټرمپ زیاته کړې، چې دوی به ډېره هڅه وکړي، چې په خبرو کې تړون ته ورسېږي او په خبره یې که تړون ته ورسېدل نو د امریکايي سرتېرو کمېدل امکان لري او له ترهګرۍ سره پر مبارزه به تمرکز زیات شي.

د امریکا ولسمشر دا هم و ویل، چې طالبان هم د سولې دغه خبرو ته خوشحاله دي او نور د دې وخت رارسېدلی، چې افغانستان کې ۱۹ کلنې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

یادونی وړ ده، چې ټرمپ تر دې وړاندې هم په یوه مرکه کې ویلي و، چې چمتوی دی له افغانستان خپل ځواکونه وباسي خو ټول نه بلکې استخبارات به یې هلته پاتې او اوضاع به له نېږدې څاري.