fbpx

پياوړی افغانستان او کمزوری پاکستان

طالبان ولې خبرو ته راوستل کېږي، د پردې شاته حقیقوته څه دي؟ د سیمې حالاتو ارزولو او ډاکومینټریانو تر کتلو وروسته یو څه ليکم، تمه لرم چې یو ځل به یې ولولئ.

له څه مودې راهیسې پاکستان افغان طالب مشران یو بل پسې په راولپنډۍ کې له (جي ایچ کیو) وباسي، کله یې قطر، کله دوبۍ او کله یی ریاض کې کېنوي.

ځیني خلک وایي چې امریکې پاکستان ته پیسې ورکول بند کړي دي، ځينې وایي چې د امریکې له وېرې او ځينې نور بیا  باوري دي چی د پاکستان اقتصادي حالات دومره خراب دي چې هېڅ هېواد دوی ته د پیسو ورکولو لپاره تیار نه دی، ان چین، هغه هېواد چې پاکستان د پښتونخوا نیم وطن د بلوڅو ګوادر په ګروۍ ورکړی دی، د هغه هېواد لپاره چی پاکستان ان له خپل دین او ایمانه هم ورته تېر شوی دی، هغه هېواد بیا هم پاکستان ته د پیسو په ورکولو کې زړه نا زړه دی، نو ددې لپاره د خپل اوسني تصویر د ښه کولو په موخه او یا د طالبانو په اوږه د ټوپک په چلولو سره هڅه کوي له نړۍ پیسې راټولې کړي، دا هغه نظرونه دي چې د خلکو په ذهنونو کې اوړي راوړي، خو زما په اند ددې ټولو لاملونو ترڅنګ ستر لامل د افغانستان اوسنی حکومت او د دغه حکومت په سر کې د افغان ولسمشر اشرف غني شتون دی.

افغانستان څلوېښت- پنځوس کاله وړاندې یو با امنه او د سیمې یو پیاوړی هیواد و، خو هېڅ افغان ولسمشر یا پاچا د ځمکنۍ بشپړتیا او د ګاونډیو هیوادونو له خوا د ګواښونو او شته ستونزو خوا ته پام ونه کړ او نه یې هم عملي کار وکړ.

دا هم ولولئ:

پاکستان په افغانستان کې خپل بازار له لاسه ورکړى

په پښتنو قيامت تېرېږي او پاکستان څه کوي؟

ورځ به راشي بيا به ګورو منافقه پاکستانه

بلخوا د جنګ په حالت کې قدرت ته رسیدونکي او داسې اقتدار چې نیمایي و، نیمایي حکومت و، خو له دې ټولو سره سره ولسمشر غني داسې کارونه وکړل چې نه ظاهر شاه، نه داود خان، نه نور محمد ترکي، نه ډاکټر نجیب الله او نه هم حامد کرزي وکړای شول. ده د افغانستان په اړه ډېر ژور فکر وکړ او افغانستان یې ثبات ته ورساوه او هم يې د اوبو په مهارولو،  د تجارتي لارو په خلاصولو، نړۍ ته د دې باور په ورکولو سره چې افغانستان کې د جنګ کولو پر ځای تاسې دوه برابره ګټې د تجارت له لارې ترلاسه کولای شئ.

د دې باور ورکول چې په ارګ کې ناست واکمن نه جنګ سالار دی، نه کوم جهادي رهبر چې د دین خبرې کوي، د جهاد خبرې کوي، خو په اصل کې تر ټولو ستر قاتل، غل او چپاولګر دی، چې یوازې د یوې طبقې خلکو خدمت کوي او د نورو خلاف دی او له نورې نړۍ نه لرې دی او هم نورې نړۍ ته نور د منلو نه دی.

اوسنی مشر هغه څوک دی چی د نړۍ په نظر کې بیخي ځانګړی دی، د کابل دغه واکمن اوسمهال ایمانداره دی، انسان دوسته دی او په اقتصادي چارو کې د لوړې کچې پوهې یو  لوستی ډاکتر او پروفیسر دی.

هغه اوس د نړۍ لپاره هیڅ خطر نه دی، د نړۍ د هېڅ استخباراتي ایجنسۍ غلام او غړی هم نه دی، نو ځکه خو که اوس نړیوال د افغانستان د خلکو په سوچ او فکر له باور کولو نه وېرېږي، نو د دوی د اوسني ولسمشر وړتیا او ایماندارۍ ته په کتو نړیوال افغانستان ته په یو بل چانس ورکولو فکر کوي.

دغه ولسمشر هم د نړۍ هر مرستندوی هېواد ته دا ثابته کړه که ورسره مرسته وکړي، نو د افغانستان اوسنی حالت بدلولی شي، که هغه د بندونو په جوړولو وي، د اروپایانو مرسته وي او که د امریکا د ایتلاف مرسته وي، په ټولو کې افغان ولسمشر خپله وړتیا ښودلې ده او د ځمکنیو حالاتو بدلولو کې يې ډېره مرسته کړې، نو ځکه خو اوس د افغانستان ګوټ ګوټ ته برېښنا په غځیدو ده، د ژوند حالات په بدلېدو دي، کابل په چټکۍ سره په پښو درېدو ته روان دی.

اوس افغانستان سره د پخواني پاکستان لاره نه، بلکې د تجارت لپاره د درې څلور نورو هېوادونو لارې خلاصې دي، اوس د افغانستان ورېښمين ټوکر، غالۍ، وچه او لمده مېوه، مرمر تیږه او نور شیان د چین او هندوستان په شمول بریتانیا  او اروپا ته رسېږي.

په سرو زرو ، ګاز، تیلو، لرګیو او سپینو زرو چې د افغانستان زېرمې دي، کنټرول زیات شوی دی او د را ایستلو لپاره یې له سترو نړیوالو شرکتونو سره تړونونه کیږي، نو ځکه خو د یوې سروې له مخې نن له ډېرې مودې یانې سلو کلونو وروسته افغانستان تیر (۲۰۱۸م) کال کې د نړۍ په کچه لومړی هیواد دی چې په بیړه د پرمختګ او ثبات پر لور روان دی.

یواځې په وروستیو (۴) کلونو کې افغانستان دومره پرمختګ کړی چې نیمایي کلنی لګښت له خپلو عوایدو پوره کوي، چې (۵) کاله وړاندې افغانستان (۵) سلنه بودیجه له خپلو عوایدو نه شوه پوره کولی او د هر څه لګښت بهرنیو هېوادونو او امریکې ورکول.

افغان ولسمشر اوس په ادارو کې ډېر واک ځوان، وطن پاله او پر زده کړو سمبال ځوانانو ته سپاري او په همدې موخه په ادارو کې د جهادي او جنګي ډلو کسان له دندو لرې کېږي.

له کله نه چې افغان ولسمشر غني راغلی دی له (۲) تر (۳) زرو ناکاره او تش په نوم جنرالان، پولیس او سلګونه دولتي ادارو لوړ پوړي کارکوونکي او وزیران یې پر کور کېنولي او پر ځای یې وړ او لوستي ځوانان او مسلکي کسان پر دندو ګمارلي دي چې شپه او ورځ د کار او زیار په ایستلو سره د وطن حالات او لوری سموي.

افغان ولسمشر د پاکستان له لوري روانه سوداګري (۹۰) سلنه ختمه کړې ده او همدا وجه ده چې افغانستان ته د رومیو او وړو لېږدونکو موټرو کې د بمونو او چاودېدونکو توکو د لېږلو لار هم بنده شوې.

ولسمشر غني په وروستیو (۴) کلونو کې له (۸) تر (۱۰) د اوبو بندونه جوړ کړل چې وړاندې به یې اوبه وړیا ایران او پاکستان ته را روانې وې، اوسنی افغانستان پاکستان ته ګواښ کوي چې که په (جي ایچ کیو) کې ناست طالبان را ونه باسي نو له افغانستانه به یو څاڅکی اوبه هم ونه ګوري.

ددې ترڅنګ هند د افغانستان حکومت لپاره (۱۰) نور واړه د اوبو بندونه جوړوي او ان چې ولسمشر غني سویس هېواد ته په سفر کې ددغه هېواد له شرکت سره افغانستان کې د بندونو د جوړولو او د کانونو را ایستلو تړونونه لاسلیک کړل، نو ځکه خو دا هغه عوامل دي چې پاکستان په هېڅ صورت د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د دې مخه نیسي چې ولسمشر غني بیا د راتلونکو (۵) کلونو لپاره واک ته ورسېږي او په یوه نه یوه لار د سولې په نوم د داسې یو تړون ترسره کېدو هلې ځلې کوي چې په کې نیم واک طالبانو ته ورکړل شي چې په اصل کې د پاکستان استخبارات دي، په لومړیو ناستو کې له امریکایانو څخه مرکچیانو غوښتي وو چې افغانستان به د پاکستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه به چاته اجازه ورکوي، له دې څخه يې هدف له بلوڅانو او پي ټي ایم (پښتون ژغورنې غورځنګ) څخه لاس اخیستل و.

ژباړه: ا – مومند

Your SEO optimized title page contents