fbpx

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې ګلالۍ اسماعیل ورکه ده

د تېرې یکشنبې په شپه د پاکستان په بلوچستان لورلایې سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ارمان لوڼی د پنجابي ریاست له لورې په شهادت ورسېد چې ګڼ غبرګونونه یې راوپارول.

د ارمان لوڼي د شهادت وروسته تېره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په توله نړۍ بیا په لر او بر پښتون مېشتو سیمو کې احتجاجونه اعلان کړد منظور پښتین دا غوښتنه د افغانستان او پاکستان په ګډون په لر او بر پښتون مېشتو او په نوره نړۍ کې ومنل شوه او په زرګونو پښتنو تېره ورځ په بېلابیلو سیمو کې لاریونونه وکړ.

د همدې لاریونونو په لړۍ کې د اسلام اباد د پرېس کلب مخې ته د احتجاج لپاره د بشري حقونو فعالې او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې ګلالۍ اسماعیل هم راوتلې وه چې د نورو غړو سره نېول شوې وه د کورنۍ پر وینا د نیول کېدلو وروسته یې هېڅ معلومات نشته او لاهم ورکه ده .

د فعالې ګلالۍ اسماعیل خور شغله اسماعېل وایې چې په اسلام اباد کې د ګلالۍ تر نیول کېدو وروسته لاهم نادرکه ده د دې پر وینا چارواکي ورته هېڅ څواب نه وایې شغله ګلالۍ وایې د پولیسو بند ته تللې خو هغوې د خور لیدلو ته نه ده پرېښودلې .

شغلې ویلې چې لومړی پولیس منکر و چې ګلالۍ اسماعیل دلته نشته او دوی نه ده نیولې خو وروسته څرګنده شوه چې ګلالۍ اسماعیل همدلته بنده ده د ګلالۍ اسماعیل کورنۍ پر وینا چې له هغې وروسته یو ځل بیا هم په دې نه دي توانېدلي چې د خپلې کورنۍ غړې ګلالۍ وګوري .

د دوی پر وینا ګلالۍ اسماعیل نن سهار یو بل بند ته انتقال شوې خوهېڅوک هم نه دي خبر چې ګلالۍ چا بېولې ، کوم ځای ته او لا هم چرته ده؟

د دې موضوع په تړاو لا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او نورو غړو څه نه دي ویلي .