fbpx

ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه له کندوزه نه دي خبر

کندوز د هېواد هغه ولایت دی چې دوه ځله د وسلوالو طالبانو په لاس سقوط شو، چې په دواړه وار په دغه ولایت کې ستر بشري ناورینونه رامنځته، دولتي ادارې او د خلکو کورونه او ښار کې دوکانونه چور شول او د دغه ولایت ګڼې کورنۍ د امنیتي اندېښنو او د خپلو سرونو د ساتنې به موخه پلازمینې او ګاونډیو ولایتونو ته وتښتیدل.

کندوز په تیرو ۵ کلونو کې یوازینی هغه ولایت و، چې د ښو خبرونو اوریدل په کې ډیر کم و، ولې د جګړو او وژنو خبرونه يې د ټولو په سر کې و، وروستی ۱۳۹۷ کال د دغه ولایت لپاره نسبي ښه او د پرمختګ ګڼې پروژې په کې پيل شوې، د انکشاف ترڅنګ په کې اداري برخې پياوړتیا ومونده او په چارو کې ولسي مشارکت ته ځانګړې توجه وشوه، چې دې هر څه د خلکو مړاوې هیلې یو ځل بیا راژوندۍ کړې.

کندوز ساتنې او ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري، وروستۍ اونۍ د دغه ولایت لپاره یو ځل بیا خونړۍ وې، په ښار او شا و خوا سیمو کې د انسان تښتونو، وژنو، بریدونو، نښتو او جنايي پېښې ترسره شوې، یوازې دوه ورځې وړاندې د مرکز اړوند تلوکې سیمه کې د پوځ یوه قرارګاه او د محلي پولیسو پوستې د وسلوالو مخالفینو تر برید لاندې راغلې، په دغه جګړه کې له ۲۰ زیات سرتیري شهیدان او د لسو په شا و خوا کې نور ټپيان شول.

د باوري سرچینو د معلوماتو پر اساس مخالفین په دغه ولایت کې دومره غښتلي او قوي نه دي، څومره چې  د کشفي،  امنیتي او دفاعي ارګانونو مسؤلین بې کفایته او بې پروا دي، چې د  قوماندانانو دا بې پروايي د ځواکونو او ملکیانو د تلفاتو لامل شوې او په دغه ولایت کې يې یو ځل بیا امنیتي انديښنې راپیدا کړي دي.

د کندوز د یو ځوان په صفت د ملي دفاع او کورنیو چارو له وزارتونو او د ملي امنیت له عمومي ریاست غوښتونکي یو چې کندوز ته خپله توجه زیاته کړي، دغه ولایت ته باصلاحیته پلاوي راولیږي، هر یو يې په اړوند برخو کې د ځواکونو د شمېر، تجهیزاتو، امکاناتو او په رهبرۍ کې د شته ستونزو په اړه هر اړخیزه ارزونه وکړي، څو په دې سره د یو څو بې کفایته مسؤلینو له لاسه کندوز یو ځل بیا د ناورین پر لور ولاړ نه شي.

د باوري سرچینو د معلوماتو پر اساس لا هم یو شمېر هغه خلک چې د وژنو، انسان تښتونو، غلاؤ او ګڼو نورو غیر قانوني پېښو تر شا لاس لري، په ښار کې خوندي پټنځایونه لري، چې کشفي او امنیتي ارګانونه سره له دې چې پرې خبر دي، اقدام نه کوي، د مسؤلینو دغه سپين سترګي او بې کفایتي د ولسي نارضایتۍ او د ځواکونو د مورال د کمزورۍ لامل شوې او په لوی لاس وسلوالو خپلسرو ډلو او د نظام مخالفینو ته د فعالیت زمینه برابره شوې ده.

کېسې ډیرې دې، خو غوښتنه مو د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت له عمومي ریاست څخه دا ده چې ژر تر ژره کندوز ته خپله  توجه وکړي، اړوند برخو کې هر اړخیزې ارزونې وکړي او کندوز له بدبختیو وژغوري.

ليکوال : تاج نیازى

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

ليکنه د ليکوال خپل نظر دى، لازمه نه ده چې د خبريال اداره دې ورسره همغږې وي. تاسې هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې د خپراوي لپاره راولېږئ. زموږ برېښناليک: khabarialweb@gmail.com