fbpx

استعداد وژنه!

په ټوله کې هر انسان د استعدادونو ټولګه ده. هر انسان ډېر ویده او پټ استعدادونه لري، ډېرو به خپل ویده او پټ استعدادونه وېښ او ښکاره کړي وي، خو په ځینو کې اوس هم ویده او پټ دي.

د ډېرو پرمختللیو شخصیتونو د پرمخیون د اوج راز په همدې کې دی، کومې برخې ته چې استعداد او وړتیا لري د شوق، علاقې، مینې او لېوالتیا له مخې په هماغې لارې ځي، هماغې برخې او مسلک ته کار کوي، په هغې کې نوښتونه رامنځته کوي او ښه پر مخ یون کوي.

ډېری کورنۍ د خپلو اولادونو لپاره د یو ښه شخصیت د جوړېدو هیله لري، خو بیا هم ډېر کله د همدې کورنیو له امله چې خپلې خوښې پر اولادونو تطبیقوي د اولادونو استعدادونه او وړتیاوې وژني. د بېلګې په ډول:

دلته ډېرې کورنۍ د خپل زوی/لور ته هیله لري چې یو/یوه ښه ډاکتر/ډاکتره شي خو کېدای شي د زوی/لور بل مسلک خوښ وي، ځکه هر څوک چې کومې برخې ته استعداد او وړتیا ولري نو هماغې برخې ته مینه هم لري چې کار وکړي.

دا هم ولولئ: د وينا هنرونه او ځانګړنې

که کورنۍ د خپل زوی/لور څخه د هغې د خوښې د مسلک په اړه ونه پوښتي او خپله خوښه پرې په زوره تطبیق کړي، نو هغوی چې کوم استعداد او وړتیا بل مسلک ته لري کېدای شي ډاکترۍ ته یې ونه لري، که هغوی د خپلې خوښې له مسلک راګرځول کیږي هغه چې استعداد هم ورته لري، نو نه شي کولای په بل مسلک کې هغه پرمختګ چې یې د خپلې خوښې په مسلک کې کولای شو وکړي.

که څه هم کورنۍ د خپل اولاد لپاره همېشه ښه غواړي، خو کېدای شي څه چې یې اولادونو ځان لپاره خوښ کړي وي نه یوازې د هغوی بلکې د خپلې کورنۍ او ټولنې لپاره یې هم ښه وي.

د کورنۍ لخوا په اولادونو د خپلې خوښې تطبیقول، د اولادونو د پرمخیون مخه ډب کوي او له هغوی څخه د انسانیت د یو حق د اخېستلو سره سره په هغوی کې: روحیه وژنه، استعداد وژنه، ذهني فشار، خفګان او پر نفس بې باوري رامنځته کوي.

دا چې ټولنه مو وروسته پاته ده، یو لامل یې دا هم کېدای شي چې ډېر کله د نورو خوښ منل کیږي، د نورو خوښې تطبیقیږي، شخصیتونه او استعدادونه تروړل کیږي.

تل باید د نورو هیلو، غوښتنو، شخصیتونو، استعدادونو او وړتیاوو ته احترام ولرو، تر څو خپل استعدادونه نور هم پیاوړي او څرګند کړي او هغوی چې ترې متأثره کېږي له دوی یې زده کړي او د دوی له استعدادونو څخه په الهام اخېستنه خپل پټ استعدادونه را وېښ کړي.

استعدادونه مه وژنئ!

ليکواله : امنه خان عزيزي