fbpx

د افغان سولې په برخه کې د ښځو ګډون باید حتمي شي

د امریکا متحده ایالاتو دیموکرات سناتورانو د بهرنیو چارو وزارت څخه په یوه لیک کې غوښتنه کړې، چې د افغانستان د سولې په برخه کې د ښځو ګډون باید حتمي شي.
دیموکراتانو د امریکا د  بهرنیو چارو وزارت ته په دغه لیک کې ویلي د افغان سولې په برخه کې دې د ښځو ونډه له پامه نه غورځول کېږي.

په لیک کې ویل شوي افغان پوځیانو د افغان ښځو د حقونو خوندیتوب لپاره قربانۍ ورکړې دي او دغه قربانیو ته دې د قدر په سترګه وکتل شي.

دیموکراتو بهرنیو چارو وزارت ته ویلي ښځو ته دې د سولې په ټولو خبرو او مذاکراتو کې د ګډون زمینه برابره کړل شي او دوی ته دې اجازه ورکړل شي چې له خپلو حقونو دفاع وکړي.

د امریکا دیموکرات سناتوران دغه غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې په مسکو کې د افغان سولې په تړاو د افغان سیاسیون او طالبانو تر منځ په خبرو کې هم پر نورو ټولو اړخونو موافقه شوې، خو یوازې د اساسي قانون او د ښځو د حقونو پر سر د طالبانو پر غوښتنو موافقه ونه شوه.