fbpx

افغانستان د آیرلینډ خلاف دریو فارمټونو ته لوبډلې اعلان کړې

ټاکل شوې چې د افغانستان او ايرلینډ ترمنځ د افغان لوبډلې په کوربه توب د پنځو یو ورځنیو، درېو شل اوریزو سیالیو لړۍ سربېره یوه ټېسټ سیالي د همدې فبرورۍ میاشتې پر ۲۱ مه نېټه په هند کې پیل شي.

ایرلینډ کرکټ بورډ هم له دې یوه اونۍ وړاندې خپلې درې غبرګې لوبډلې د افغانستان خلاف اعلان کړې چې نن افغان کرکټ بورډ هم د تمریناتي کمپ په دوام کې د دریو فارمټونو شل اوریزو ،پنځوس اوریزو او ټېسټ سیالیو لپاره سکواډونه اعلان کړ.
په دې نوملړونو کې ځوانو لوبغاړو ته هم چانس ورکړل شوی دی.

د یو ورځنیو سیالیو په نوملړ کې شامل لوبغاړي:

محمد شهزاد محمدي، جاوید احمدي، حضرت الله ځاځی، نورعلي ځدران، اصغر افغان، رحمت شاه. سمیع شینواری، اکرام علي خېل، نجیب ځدراڼ، حشمت شاهدي، محمد نبي،کریم جنت، راشد خان، ګلبدین نایب، افتاب عالم، دولت ځدران، شاپو، فرید احمد ، سیید شېرزاد، مجیب الرحمان او ظاهر خان انتخاب شوي.

همدا راز د شل اوریزو سیالیو په نوملړ کې:

عثمان غني، نجیب ترکی، حضرت ځاځی،لوبډلمشر اصغر افغان، سمیع شینواری، نجیب ځدران ،شفیق الله محمد نبي، راشد خان، کریم جنت،ګلبدین نایب، فرید ملک، ضیا شریفي، سیید شېرزاد، مجیب، شرف الدین او ظاهر خان ټاکل شوي.

همدا راز د ټېسټ سیالۍ لپاره بیا په لوبډله کې:
محمد شهزاد، احسان جنت، حاوید احمدي، لوبډلمشر اصغر افغان، رحمت شاه، ناصر جمال، حشمت شاهد اکرام علي خېل ، محمد نبي، راشد خان، وفادار، یامین احمدزی، وقار سلام خېل او شرف الدین اشرف نومول شوي.

افغانستان او ایرلینډ په دې لوبلړیو کې لومړی درې شل اوریزې سیالۍ پیلوي چې لومړۍ شل اوریزه سیالي به د فبرورۍ میاشتې پر (۲۱)مه نېټه دویمه سیالی به د فبروۍ پر( ۲۳) مه او دریمه به د فبروۍ پر(۲۴) مه نېټه ترسره شي.

همداراز په دې سفر کې به د یو ورځنیو سیالیو سیریز د پیل لوبه د فبروۍ پر(۲۸)مه نېټه ، دویمه لوبه به د مارچ (۲) مه نېټه دریمه یو ورځنۍ لوبه به د مارچ پر (۵) مه نېټه څلورمه سیالي به د مارچ پر (۸) او پنځمه وروستۍ لوبه به د مارچ پر( ۱۰) مه نېټه ترسره شي.

او افغانستان به خپله دویمه تاریخي ټېسټ لوبه هم په همدې سیریز کې د آیرلینډ خلاف ترسره کړي د دې لوبو وروستۍ ټېسټ سیالي به د مارچ پر (۱۵) مه نېټه پیل شي او تر( ۱۹) مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د یادونې ده افغان ۴۴ کسیزې لوبډلې له څو اونیو راهیسې په هند کې په تمریناتي کمپ بوخته ده چې هدف یې د ایرلینډ خلاف او راتلونکې مۍ میاشت کې نړیوال جام ته بشپړ چمتوالی دی.