fbpx

ولسمشر غني پر پاکستان زبردست ګوزار وکړ

ولسمشر اشرف غني يو ځل بيا پر پاکستان زبردست ګوزار وکړ، د ولسمشر غني يو ټويټ په ټول پاکستان لړزه راوسته، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د ولسمشر غني مننه وکړه او پاکستان له ډېرې غوسې په ولسمشر غني پسې خبرې پيل کړې، خو د ولسمشر غني ګوزار ډېر بد خوږ کړل.

د ارمان لوڼي شهادت:

د سهيلي پښتونخوا په لورالايي کې هغه مهال چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د پاکستان پوځ او استخباراتو پر ضد احتجاجي ناسته پيل کړې وه، پاکستاني پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړى او د کور کمېټې ممبر ارمان لوڼي په وهلو وهلو شهيد کړ.ارمان لوڼى ٤

دا احتجاجي ناسته د دې لپاره وه، چې د پاکستان پوځ او استخباراتو ترهګريزه کيسه سهيلي پښتونخوا ته راوړله، چې څو ځايه يې خلک ووژل، نو د همدې پر ضد د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي راپاڅېدلي و او ويل يې چې هېڅ کله به پاکستاني پوځ او استخباراتو ته اجازه ورنکړي، چې خپل شوم پلانونه دې دلته عملي کړي.

خو د ارمان لوڼي په شهادت سره حالات بدل شول او د هغه د جنازې پر ورځ په ټول بلوچستان، بلکې په خېبر پښتونخوا، افغانستان او نورو پښتون مېشتو سيمو کې هم د غم لړۍ خپره وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو جنازې ته نه پرېښودل:

د ارمان لوڼي د شهادت نه وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران منظور پښتين، محسن داوړ او علي وزير د يوې قافلې په شکل کلا سېف الله ته د هغه جنازې ته روان ول، همدا راز له بېلا بېلو سيمو څخه په زرګونو پښتانه کلا سېف الله ته ورروان ول، چې د ارمان لوڼي شهيد په جنازه کې ګډون وکړي، خو پاکستاني پوځ د دوى پر وړاندې ټولې لارې وتړلې او دوى ته يې اجازه نه ورکوله، چې د ارمان لوڼي په جنازه کې ګډون وکړي.محسن داوړ

پښتنو ټول بندونه مات کړل، د ارمان لوڼي جنازه له درې بجو څخه ماخوستن ته شوه، خو منظور پښتين او نورو مشرانو د هغه جنازې ته ځان ورساوه او همدا راز د شپې خوا و شا دوه بجې بېرته راروان شول، چې پاکستاني پوځيانو پرې په لاره بريدونه هم وکړل، خو دوى ژوندي ډېره اسماعيل خان ته راورسېدل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د ١٧ غړو نيول:

په ورپسې ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين اعلان وکړ، چې په هر ښار کې پښتانه وي، هلته دې د پاکستان د دې عمل پر ضد احتجاج وکړي. پښتنو د ځوان رهبر دې غږ ته لبېک ووايه او د پاکستان او افغانستان په ګډون، د نړۍ په هره هغه سيمه کې احتجاج وشو، چرته چې پښتانه يا افغانان مېشت و.

دې احتجاجونو په پاکستان سخت اور بل کړ، نړۍ ته د پښتنو غږ ورسېد او پاکستان له ډېر وارخطايۍ څخه د پښتون ژغورنې غورځنګ ١٧ غړي ونيول، چې د دې غورځنګ مهم غړي شمېرل کېږي.

کله چې پاکستان ياد ١٧ غړي زندان ته واچول، نو وروسته دا خبر خپور شو، چې په دوى کې يوه مخکښه فعاله ګلالۍ اسماعيل ورکه ده، چې د هغې کورنۍ ته يې په اړه هېڅ نه ويل کېدل، نو د پښتون ژغورنې غورځنګ د يادو کسانو د راخوشې کولو او د ارمان لوڼي د وژنې د غندلو لپاره هم پراخ لاريونونه وکړل.

د ولسمشر غني ټويټ:

افغان ولسمشر اشرف غني له ډېورنډ کرغېړنې کرښې ها خوا په پښتنو د روان ظلم په اړه په خپل يو ټويټ کې وويل، د پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د سوله ییزو او مدني فعالانو او معترضانو پر ضد تشدد مخ په زیاتېدو دی.

ولسمشر غني وويل، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو حقوقو د خوندیتوب لپاره په مدني حرکتونو لاس پورې کړی دی او له سوله ییزو لارو غواړي د پښتنو پر وړاندې د روان تبعیض مخنیوی وکړي.هغه زياته کړه، چې د انساني حقونو نړیوال سازمانونه، رسنۍ او ان د پاکستان مدني او سیاسي بنسټونه هم دغه مخ په زیاتېدونکی تشدد تاييدوي او جدي اندېښنه ښيي.

هغه وويل، سیمه د مذهبي افراطیت او ترهګرۍ له جدي ګواښ سره مخ ده، د هر مسوول دولت اخلاقي دنده ده چې د دغه ډول مدني فعالیتونو ملاتړ وکړي، خو له بده مرغه له دوی سره برعکس چلن کېږي. هغه زياتوي، په داسې وخت کې د سوله ییزو اعتراضونو او مدني فعالانو ځپل نه یوازې د ژورې اندېښنې خبره ده، بلکې ټولې سیمې ته منفي پایلې لرلی شي.

د ولسمشر غني په ټويټ د پاکستان غبرګون:

د دې ټويټ خپرېدل و چې پاکستان چيغې شروع کړې. د نورو پاکستانيانو تر څنګ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ټويټ وکړ او وې ويل چې ولسمشر غني دې د افغانستان ستونزو ته پام وکړي او د ده بيان دوى په خپل هېواد (پاکستان) کې د لاسوهنې مترادف ګڼي.

همدا راز پاکستاني رسنيو هم په دې ټويټ سخت غبرګون ښکاره کړ او پاکستاني ولس باندې د ولسمشر دا ټويټ سم د توپ ګوزار و، چې له هغوى يې چيغې وويستې.

د ولسمشر غني په ټويټ د پي ټي ايم غبرګون:

بلخوا بيا د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په خپل يو ټويټ کې د ولسمشر غني څخه مننه وکړه او وې ويل چې د پاکستان لومړى وزير عمران خان تراوسه په خوب ويده دى. همدا راز د پښتون ژغورنې غورځنګ يو بل مشر سيد عالم مسيد وويل، چې ولسمشر غني د ارمان لوڼي په وژنه انساني خواخوږي وکړه، خو د پاکستان رياست چيغې ووتې، موږ يې مننه وکړه نو د هېواد دښمنان راته وويل شول، خو عمران خان تراوسه دا پېښه ونه غندله.

همدا راز په ټولنيزو رسنيو د پښتون ژغورنې غورځنګ په زرګونو فعالانو هم د ولسمشر غني څخه مننه وکړه او د لر او بر يو افغان نعرې يې ووهلې. افغانانو هم بيا له ولسمشر غني څخه مننه وکړه، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ اخلاقي ملاتړ يې وکړ.

همدا راز په پاکستانۍ رسنيو او د پاکستان په لوړپوړو چارواکو باندې خلکو سختې نيوکې وکړې، چې دوى د پوځ ګوډاګي دي او د هغوى له وينا او اجازې پرته هيڅ شى هم نه شي کولاى.

ليکوال : بريالى زمرى