fbpx

د افغانستان د سولې جرړې په سیمه کې دي

زلمی خلیلزاد وايي، د افغانستان د ستونزې جرړې په سیمه کې دي، او د دغه ستونزې د حل لپاره سیمه ییزې اجماع او ګډ کار ته اړتیا ده.
خلیلزاد چې پرون جمعه یې د امریکا د سولې انستېتوت کې یوې غونډې ته خبرې کولې په افغانستان کې د سولې په رامنځ ته کېدو کې د سیمې د هېوادونو په رول ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د دغه ستونزو رېښې نه یوازې په افغانستان بلکې په سیمه کې دي.

خلیلزاد وویل، چې د افغان جګړې د مختلفو اړخونو، د افغانستان ګاونډیانو او د افغانستان په مسله کې د ښکیلو سیمه ییزو او نړیوالو اړخونو سره یې لیدلي او خبرې کړې دي.

نوموړي په دې برخه کې په ځانګړي توګه د پاکستان رول ته اشاره وکړه او ویې ویل، پاکستان له تاریخي پلوه د سولې په خبرو کې مثبت رول ندی لوبولی، خو دغه رول پدې وروستیو کې بدل شوی دی.

ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه، چې پاکستان ملا برادر د ده په غوښتنه خوشی کړی او فکر کوي، چې هغه د طالب مشرانو په منځ کې د سولې ډېر پلوي دی.

دی وايي، په افغانستان کې سوله د څو اړخونو څخه د پاکستان په ګټه، یو دا چې له افغانستان سره به یې اړیکې ښې او بل به امریکا هم ورسره اړیکې ښې کړي.

بل خوا خلیلزاد له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه وايي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څرګندونو ناسمه اخیستنه شوې ده.

د هغه په وینا د امریکا هڅه له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو موافقه تر لاسه کول نه بلکې په افغانستان کې پر سوله موافقه کېدل دي.

نوموړي و ویل، په هغه صورت کې چې موافقه وشي او امریکا ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان بیا د ترهګرۍ په اډې نه بدلیږي، امریکایي ځواکونه به له هغه هیواد نه ووځي.

خو د خلیلزاد په وینا لا هم د سولې د پروسې په لومړي پړاو کې دی او هغه څه چې ترلاسه شوي مهم دي، خو لا هم اوږده لار په مخ کې ده.

خلیلزاد د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو په اړه په څرګندونو کې ویلي د امریکا هڅه دا ده، چې د سولې موافقه تر ټاکنو وړاندې وشي.

حکومت سره هم خبرو ته حاضر شي.

ټاکل شوې چې زلمی خلیلزاد د فبرورۍ په ۲۵مه بیا په دوحه کې د طالبانو له استازو سره وګوري.