fbpx

امریکایي جنرال: دا یو تریخ حقیقت دی چې امریکا افغان جګړه کې ماتې خوړلې

یو امریکایي جنرال چې له ۲۰۰۸ میلادي کاله تر ۲۰۰۹ پورې یې په افغانستان کې نظامي ماموریت  تر سره کړی دی وایي، امریکا تر اوسه دغه ټکې ته نه ده متوجه چې افغان جګړه یې طالبانو ته بایللې ده.

 ډونالډ بالدوچ له یاهو نیوز سره په مرکه کې ویلي، دا یو تریخ حقیقت دی چې ووایي امریکا افغان جګړه کې ماتې خوړلې ده. یاد امریکایي جنرال زیاته کړې ده، په افغان جګړه کې تر خپل امر لاندې سرتېري لیدلي چې وژل شوي دي، نو ځکه دا تریخ حقیقت هم درک کولی شي.

هغه ویلي چې امریکایي سرتېرو خپله دنده په سمه توګه پر مخ وړې ده، خو په دې برخه کې د امریکا ستراتیژي د ملاحظې وړ ده، ځکه امریکا د خپلو سرتېرو د خوندي کولو لپاره هیڅ داسې ستراتیژي نه لرله چې سړی پرې حساب وکړي.

هغه دغه راز د خپلو خبرو پر دوام ویلي، که چېرته امریکا په ۲۰۰۱ زیږدېز کال کې د طالبانو د اوربند وړاندیز منلی وای، ښایي د سولې شرایط ډیر اسانه شوي وای، خو اوس به دا هر څه د طالبانو په خوښه ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا وایي، خپل ځواکونه به له افغانستانه وباسي، خو دا چاره په جګړه کې د ماتې نه، بلکې د افغانستان د سولې لپاره ترسره کوي.