fbpx

فوزیه کوفي: طالبان د ښځو لپاره ښه پلانونه لري

د افغانستان د ښځو چارو یوې فعالي د طالبانود نویو پلانونو ننګه کړي او د ښځو په باب یي د هغوي اوسنی دریځ بدل شوی بللی.

د مسکو د غونډې ګډون والي فوزیه کوفي څخه په قول راغلي چې طالبان نور هغه پخواني طالبان نه دي او دا ډله ټپله د ښځو لپاره نوي پروګرامونه لري.

طالبانو پر افغانستان د واکمنۍ پر مهال ښځو ته د تحصیل او کارکولو حق نه ورکاوه او هغوي ته یي د شرعي محرم پرته له کور څخه د وتلو اجازه هم محدوده کړي وه.

مېرمن کوفي ټینګار کوي چې طالبانو په افغانستان کې د جګړې پای ته قوي هوډ لري:«افغان مېرمنې باید په جدیت سره څارنه وکړي څو ډاډ ترلاسه شي چې طالبان د افغانستان د خلکو او ښځو پيغام اخلي او دا پیغام دا دی چې موږ شاته نه ستنېږو.» 

د مسکو غونډه د دوه ورځو لپاره (د سلواغې په ۱۷ او ۱۸ مه) جوړه شوه او په هغه کې کابو اویا تنو سیاستوالو، او په لسګونه تنه طالب استازو ګډون کړی وو.

د دغې غونډې ګډون کوونکو د دغې غونډې په پای کې یو نهه مادهییز پرېکړهلیک صادر کړ چې په هغه کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د خبرو اترو دوام او د یوه مرکزي قوي حکومت په اړه سره هوکړه وکړه.

 په مسکو کې د سیاستوالو او طالب استازو په نهه مادهییزه پرېکړهلیک کې هم «د ښځو د تعلیمي، سیاسي، اقتصادي او اجتماعي حقونو رعایت د ډاډ په اړه د اسلامي ارزښتونو پر مطابقت ټينګار شوی».

که څه هم په هېواد کې د لنډمهالي حکومت جوړیدل د امریکا او طالبانو د استازو تر منځ یوه پیچلې او د بحث وړ موضوع وه خو سرچیني وایي چې د مسکو په غونډه کې پر دې مسالې بحث نه دی شوی.

نظر محمد مطمین چې په مسکو غونډه کې یې ګډون کړی و وایي چې ډېر ژر به د طالبانو او سیاسي څېرو تر منځ د مسکو  غونډې ته ورته بله غونډه جوړه شي.

هغه زیاته کړه:«د لنډمهاله حکومت په اړه هېڅ بحث نه دی شوی او اصلاً د هغه په اړه رسمي بحث نه دی شوی؛ د ځينو  شخصي نظرونه موو خو پرې بحث ونه شو

ټاکل شوې ده، چې تر راتلوونکو دوه اوونیو پورې د طالب او امریکايي استازو تر منځ بله غونډه په دوحه کې جوړه شي. دا به د امریکا او طالبانو ترمنځ پنځمه ناسته وي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ویلي چې دی تمه لري ډير ژر د مسکو په څير د غونډي دوهم تعقیب په یوه بل دریم هیواد کې تر سره شي.

کرزی وایي ښایي قطر او یا هم کوم بل هیواد چې د دوي او طالبانو د خوښي وړ وي د دوهمي غونډي لپاره وټاکل شي.

له دې مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالب استازو سره څلور ځله لیدلي دي. وروستۍ لیدنه چې د قطر په پلازمېنه دوحه ښار کې ترسره شوه شپږ ورځې یې ونیولې او په دې شپږو ورځو کې هغوی اصولاً پر یوې طرحې سره سلا شول.

میرویس جلالزی