fbpx

علي وزير: زه د ٧٠ کلنې غلامۍ پر ضد جنګېږم

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير په خپل يو تازه ټويټ کې ويلي دي، چې د ټاکنو پر مهال مې له خپل ولس سره دا ژمنه کړې وه، چې يا خو به له وزيرستان څخه اسلام اباد جوړ کړم او يا به بيا د اسلام اباد څخه وزيرستان جوړ کړم.

علي وزير په دغه ټويټ کې زياتوي، چې دغه ځل زما د ټاکنو ته ودرېدو اراده نه وه، خو خلکو مجبور کړم چې ټاکنو ته ودرېږم، ما تاسو ته ويلي و چې زه ستاسو لپاره ټرانسفرمرې يا ټيوب ويلونه نه شم جوړولاى، بلکې زه د هغه غلامۍ پر ضد جنګېږم، چې له تېرو اويا کلونو راهيسې پکې موږ بنديان يو.

دا هم ولولئ:

د پي ټي ايم په تړاو د ولسمشر غني اندېښنه

ولسمشر غني پر پاکستان زبردست ګوزار وکړ

صالح پاکستان ته: تاسې تروريستان رالېږئ او موږ د خواخوږۍ ټويټ

هغه زياتوي، چې زما اوس هم هغه توري ياد دي، چې ما له خپلو خلکو سره ژمنه کړې وه، چې يا خو به وزيرستان څخه اسلام اباد جوړوم او يا به بيا د اسلام اباد څخه وزيرستان جوړوم.علي وزير

تېرو ورځو کې په لورالايي کې د يو احتجاج پر مهال پاکستاني پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ غړى او د کور کمېټې ممبر پروفېسر ارمان لوڼي په وهلو وهلو په شهادت ورساوه، چې يې د پښتنو سخت غبرګون راوپاراوه او بيا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په وينا د پاکستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په هغه ټولو ښارونو، کې چې پښتانه او افغانان پکې مېشت دي، د پاکستان پر ضد احتجاجونه وشول.

د احتجاجونو پر مهال د پاکستان استخباراتو يو ځل بيا په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ١٧ تنه غړي ونيول او بنديان يې کړل، چې يوه مخکښه فعاله ګلالۍ اسماعيل بيا د څليرويشت ساعتونو لپاره ورکه شوې وه، چې وروسته بيا استخباراتي ادارو پرېښوده.

په داسې مهال کې افغان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني په خپل يو ټويټ کې په دې اندېښنه څرګنده کړه او وې ويل چې افغانستان په ګاونډ کې د مدني فعالانو او مدني احتجاجونو پر ضد د پاکستان په تشدد اندېښمن دى، چې د ولسمشر دې ټويټ په پاکستان اور بل کړ او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير تر دې پورې وويل، چې د ولسمشر غني دا خبره زموږ په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده.

دا هم ولولئ:

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې ګلالۍ اسماعيل ورکه ده

مسلميار: بره او کوزه پښتونخوا يو تن او يو وجود دى

شنونکي: پاکستانى حکومت نور پښتانه نه شي غولولى

د ولسمشر غني په ټويټ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او پلويانو مننه وکړه، چې د دوى لپاره يې اخلاقي غږ پورته کړ. همدا راز نن هم امرالله صالح د شاه محمود قرېشي د ټويټ په ځواب کې په خپل ټويټ کې ليکلي، چې تاسې موږ تروريستان رالېږئ، خو موږ درته يوازې د خواخوږۍ يو ټويټ درولېږه، نور به موږ ستاسې پر وړاندې چپ پاتې نه شو.