fbpx

له پاکستان سره د امریکا نرم چلند

هندي رسنۍ وايي، له پاکستان سره د امریکا نرم چلند د دې لامل شوی، چې د افغان سولې پر وړاندې خنډونه راپورته او په دې برخه کې د امریکا هڅې ټکنۍ شي.

انډیا ټایمز په یوه مطلب  کې لیکلي، د افغانستان د سولې مسئله د سیمې د هېوادونو او امریکا ترمنځ د کشمکش سبب شوې ده او هر څوک غواړي دغه پروسه انحصار کړي.

دغه ورځپاڼې کې ویل شوي، امریکا په لوی لاس دا زمینه برابره کړه چې د سیمې هېوادونو د امتیاز اخیستو لپاره د سولې پروسه انحصار کړي.

سرچینه زیاتوي، سر له دې چې پاکستان د ترهګرو ستر ملاتړی دی، خو امریکا یې نه یوازې دا چې پر وړاندې اقدام و نه کړ بلکې هر کال یې میلیاردونه ډالر د ترهګرو دغه ملاتړي هېواد ته ورکړي دي.

په دغه مطلب کې راغلي،اوس هم امریکا د دې پر ځای چې پر پاکستان فشارونه راولي دغه هېواد ته امتیاز ورکوي او له دوی غواړي چې طالبان د خبرو مېز ته حاضر کړي.

د مطلب د لیکوال په باور د امریکا ډېرې پاشلې هڅې او له پاکستان سره نرم چلند د دې سبب شو، چې طالبان ځانونه د امتیاز څښتنان وبولي او واک ته د رسېدو خوبونه وویني.