The news is by your side.

افغان تا، لبان پاکستاني تا، لبان د پاکستان حکومت ته تسليمۍ ته هڅوي

خبريال وېبپاڼه: پاکستاني رسنيو خبر ورکړی دی چې ددې هېواد حکومت د پاکستاني تا، لبانو سره یوه توافق ته نیږدې شوی دی، ددې توافق په بنسټ به په پاکستان کې اوربند کېږي او پاکستاني تا، لبان به د پاکستان په پوځ باندې خپلو حملو ته د پای ټکی ږدي.

خو ددې په بدل کې به پاکستاني حکومت د تحريک تا، لبان پاکستان ځينې بندیان آزادوي، دغه خبرې څه موده مخکې پيل شوې وې او اوس داسې ښکاري چې لومړنۍ پايلې د ترلاسه کېدو په حال کې دي د پاکستانيو رسنيو د ادعا په بنسټ دا خبرې د افغانستان په خوست ولايت کې ترسره شوې دي.

د يادو خبرو منځګړتوب بايد د تا، لبانو د کورنیو چارو وزیر سر، ا ج الدين حقاني کړئ دی، پاکستاني حکومت وړاندې ويلي و چې افغان تا، لبان ددوی مرسته کوي ترڅو پاکستاني تا، لبان د جګړې لاس واخلي او د‌ عادي اتباعوو په څېر ژوند پيل کړي.

حقاني په داسې حال کې د پاکستان تا، لبان هڅوي چې ددې هېواد حکومت ته تسليم شي چې په پاکستان کې اسلامي نظام شتون نلري او هلته يو ډيموکراتيک غرب طرزه حکومت حاکم دی، داسې ښکاري چې حقاني په پاکستان کې اسلامي نظام نه غواړي او يوازې د افغانستان لپاره دی اسلامي نظام مناسب بولي.

د بل لوري بيا پخپله په افغانستان کې د هېڅ بهرني یرغلګر د نشتون او د هغوی د وتلو د تعهد په صورت کې هم بيا تا، لبانو په افغانستان کې جګړې ته‌دوام ورکړ جګړه یې روا بلله او ويل يې چې دوی په افغانستان کې د امريکا له وتلو وروسته جګړه د اسلامي نظام لپاره کوي، مګر اوس پخپله همدا ډول يو اسلامي نظام په پاکستان کې نه غواړي او د هغه ځای تا، لبان هڅوي چې د پاکستان د حکومت سره خبرې وکړي او د پاکستان له لوري عمومي عفوه ومني او د عادي خلکو په څېر ژوند پيل کړي.

ليکوال؛ عبدالسليم مصلح

Comments are closed.