The news is by your side.

د نړیوال مشروعیت سره د تا، لبانو سرسري چلند او خطرناکې پايلې يې

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان نوی حکومت په داسې يو شکل رامنځته شو چې تصور یې نه کېده، د یوه لوري ډېری افغانان دې ته خوشحاله و چې په ملک کې کورنۍ جګړه رامنځته نشوه کابل وران نشو، د بل لوري بيا د جوړجاړي پرته د اشرف غني د تېښتې له کبله د نوي حکومت سره د نړيوالو اړیکې پرې شوې او هېواد له نړۍ ګوښه شو، چې دې پخپله غريب او ځپل شوي افغانان د نورو سختو ستونزو سره مخ کړل.

هر ډول چې شو اوس بدلون راغی او تا، لبان د کابل نوي واکمنان شول، د موجودو حالاتو سره اوس تعامل کول او ددې پايلې د تا، لبانو مسولیت دی، بايد ورباندې ټينګار وکړو چې که څه هم د يوه روغ او سوله ايز انتقال په ځای غني تا، لبانو او افغانانو ته یوه بدنامه تېښته ورنصيب کړه مګر د پوره تدبير او تعقل څخه په ګټه اخيستنې سره تا، لبانو کولی شوی چې نړيوالې اړیکې او مشروعیت په لنډ وخت کې ترلاسه کړي.

نړیوال ټینګار کوي چې د نجونو ښوونځي بايد پرانيستل شي، مګر تا، لبان ډول ډول بهانې کوي، دا کار پخپله د نړیوال مشروعیت په وړاندې يو لوی خنډ دی، ښوونځي جدا و، ښوونکي او ښوونکې شتون لري، نور نو دوی په څه لګيا دي؟ څه سموي، ذبیح ا م خو تېره ورځ ويل چې د علماوو فتوا ته په تمه دي، نو چې علماوو فتوا نه ده ورکړې په دې اوو اتو ولايتونو کې ولې فعال شوي دي، د تا، لبانو دا کار سړی شکمنوي چې دننه په حکومت کې په دې هکله اختلاف موجود دی.

په دوهم قدم کې تا، لبان ويني چې په هېواد بدبختي اوج ته رسېدلې ده، فقر د هر افغان کور سپېره کړی دی، فابریکې د سقوط په حال کې دي او یا سقوط دي، کوچني تجارتونه سقوط دي، لوی تجارتونه د هېواد څخه پښې سپکوي، خو دوی ددې په ځای چې چټک نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي لګيا دي د کرکټ نړیوالې شورا ته وايی چې ملي بيرغ په ځای دې نور په لوبو کې د تا،لبانو بيرغ ته اجازه ورکړل شي او ملي سرود دې يا بدل شي يا دې بدون له موزیک څخه وغږول شي.

ملک په څه حال کې دی او دوی په څه لګيا دي، راغلل د حکومت شکل یې بدل کړ، خپل پخوانی حکومت یې جوړ کړ، په دې یې بسنه ونکړه، ملي بيرغ، ملي سرود، ددې هېواد د هويت او پېژندنې نښې بدلوي، هغه هم په داسې وخت seks hikaye کې چې په ملک کې ډېر نور کارونه دي چې باید ترسره شي.

اوس نسبي امنيت راغلی دی، ځکه چې تا، لبانو حکومت ونیوه او اوس ځانمرګي نکوي، چادونې نکوي، د بل لوري په جنايي جرمنو کې هم کمښت راغلی چې ددې سبب واقعاً د تا، لبانو قاطع اراده او عمل دی، اوس غل پوهېږي چې يو څوک شته چې زما څخه به د غلا پوښتنه وکړي، مګر دا امنیت بايد سيستماتيک شي، د تا، لبان د وهم څخه داعش ډار نلري، نو پکار ده چې امنيت سيستماتيک شي، تا، لبان د برېښنایی پېژندپاڼو وېش چټک کړي، هېواد ته دخول او خروج سل سلنه کنټرول کړي، تلیفونونه او سيمي کارتونه سل سلنه راجستر کړي.

داعش ورځ تر بلې د تا، لبانو امتياز کموي، که همغسې په جوماتونو کې چادونې وي، همغه بده ورځ وي، اقتصاد نړيوالې اړیکې تګ راتګ فلج وي خلک به ډېر ژر د تا، لبانو څخه مخ او هیلې واړوي.

ليکوال: احمد الله توحيديار

sex hikaye

Comments are closed.