fbpx

افغان ځواکونو د طالبانو زندان مات کړی

افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه د هلمند ولایت په واشېر ولسوالۍ کې د طالبانو له زندانه ۷ تنه ازاد کړي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چې د کمانډو ځواکونو د اوم کنډک سرتېرو تېره شپه د کره استخباراتي معلوماتو له مخې د وسله والو پر یاد زندان برید کړی.
ځواک وايي چې پر زندان د عملیاتو په ترڅ کې د زندان ساتونکی یو وسله وال وژل شوی او زندان هم د هوايي برید په ترڅ کې له‌منځه وړل شوی.
د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د وسله والو له بند څخه خوشي شوي کسان ملکي وګړي دي چې وسله والو طالبانو له حکومت سره د همکارۍ او ځینونو نورو تورونو له کبله زنداني کړي وو.
تر دې مخکې هم څو ځله افغان ځانګړو ځواکونو په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو پر زندانونو بریدونه کړي او ۲۶۸ کسان يې ورڅخه ازاد کړي دي.