fbpx

د اروزګان ـ کندهار لويه لار خلاصه شوه

د اروزګان او کندهار تر منځ لويه لاره چې له څه باندې يو کال راهيسې د خلکو او ترافيکو پر مخ بنده وه، د ملي ځواکونو له خوا له عملياتو وروسته بېرته خلاصه شوه.
د ۲۰۵ اتل قول اردو رييس ارکان بريد جنرال شفيق الله رسولزي د عملياتو په سيمه کې رسنیو ته وويل چې د دوولس ورځنيو عملياتو پر مهال یې ۳۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې په کې څلور قوماندانان هم شامل دي.
هغه زياته کړه، له طالبانو تېره ورځ د اردو بلاغ ستراتيژيکه سيمه ونيول شوه او اوس مهال د دوی امنيتي ځواکونه په کې ځاى پر ځای دي.
رسولزي وويل چې له اروزګانه تر کندهار ټوله لويه لاره اوس امن شوې ده او د دوی تخنيکي ډله هڅه کوي چې د لارې پر سر خښ شوي ماينونه کشف او شنډ کړي.
دغه پوځي جنرال وايي، طالبانو د لارې په بېلابېلو سیمو کې ماينونه ځای پر ځای کړي، قير سړک يې اړولی او پټې مورچې يې جوړې کړې دي.
د اروزګان د ملي اردو څلورمې پلې لوا او د ملي امنيت رياست مسوولين هم وايي، اوس مهال لويه لاره بشپړ امن شوې