fbpx

ولسمشر غني: که تورخم وتړو، اسلام اباد به ولړزېږي

ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې يوې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال ويلي، چې پخوا به داسې ويل کېده، چې که تورخم وتړل شي، نو کابل به ولړزېږي، خو که اوس موږ تورخم وتړو، نو اسلام اباد به ولړزېږي.

ولسمشر غني نن د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ ته تللى و، چې هلته يې يوې لويې ولسي غونډې ته وينا کوله. نوموړي وويل چې د سولې لپاره هرې قربانۍ ته تيار دى، خو د هغه په وينا چې څوکۍ د ولس امانت دى. ولسمشر غني همدا راز د مسکو د غونډې په تړاو هم خپل نظر څرګند کړې او وې ويل چې سوله په مسکو کې نه بلکې په مکه معظمه کې غواړو او مسکو ته تللي خلک دې ځواب ووايي.

اشرف غني وايي، چې افغانستان د اسيا زړه دى، پخوا به ويل کېدل که تورخم وتړل شي، نو کابل به ولړزېږي، خو که اوس موږ تورخم وتړو، نو اسلام اباد به ولړزېږي.

دا هم ولولئ: د افغانستان د جهاد داستان لومړۍ برخه دوهمه برخه دريمه برخه

څه موده مخکې چې په پاکستان کې د نواز شريف حکومت و، پاکستاني حکومت له افغانستان سره د تورخم او سپين بولدک لارې وتړلې، چې يادې لارې خوا و شا يوه نيمه مياشت تړل شوې وې.

يادې لارې وروسته له هغه تړل شوې وې، چې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ شخړه رامنځ ته شوې وه، پاکستاني حکومت هڅه کوله چې افغان حکومت به ترې رسماً غوښتنه وکړي او دوى به بيا لارې خلاصې کړي، خو افغان حکومت هېڅ داسې کار ونکړ. د لارو د تړلو له امله په پاکستان کې سخت احتجاجونه وشول، چې پاکستان مجبوره شو، يادې لارې بېرته پرانيزي.

ويل کېږي چې په پاکستان کې او په ځانګړې توګه په پاکستاني پوځي حلقه کې دا خبره کېده، چې که په افغانستان باندې د تورخم لار وتړل شي، نو افغانان به له لوږې مړه شي، خو په وروستي چې پاکستان لاره وتړله، نو پاکستان ته خپل حېثيت معلوم شو او له مجبورۍ يې بېرته لار پرانيستله، ځکه افغان حکومت خپله سوداګري د پاکستان پر ځاى له نورو هېوادونو سره پيل کړه.

له يادې پېښې وروسته هېڅ کله هم بيا پاکستان هڅه نه ده کړې، چې په دغه ډول دې د تورخم يا هم سپين بولدک لارې وتړي، خو اوس ولسمشر غني وايي، چې کيسه بدله ده او که موږ لارې وتړو، نو اسلام باد به ولړزېږي.