fbpx

ارزګان کې د ٢٣ وسلوالو وژل کېدل

د افغان کمانډو او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۲۳ وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي

د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمي پلي لوا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د افغان کمانډو ، ضربتي او بهرنیو ځواکونو لخوا د ارزګان مرکز ترینکوټ اړوند چینو او څاګي سیمو کې هوايي او ځمکني عملیات تر سره کړي دي، چې پر مهال يي د دولت ۲۳ تنه مخالف وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي.

خبر پاڼه کې راغلي چې د مرکز ترینکوټ اړوند چینو سیمه کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو پر مهال د ملا عبدالحی او حفیظ نعمان ۹ وسلوال ملګري وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

خبر پاڼه کاږي چې د مرکز ترینکوټ اړوند څاګې نومي سیمه کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو پر مهال ۵ تنه ولسوال طالبان وژل شوي دي او د دغو عملیاتو پر مهال د سرخوبید په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکو لخوا څلور کړۍ ماینونه کشف او خنثی شوي دي.