fbpx

سکايپ کې نوى بدلون، چې ستاسې به خوښ شي

په نړۍ کې په زرګونو کسان د خپلو خپلوانو يا دوستانو سره د اړيکو نيولو لپاره د ويډيويي خبرو ايپليکېشن سکايپ کاروي، خو ډېرى وخت بيا د سکايپ کاروونکي چې کله له چا سره ويډيويي خبرې کوي، نو هغوى دا حتمي ګوري چې د دوى شاته څه ګوري، يعنې کومه صحنه يې شاته راځي او د ښو صحنو لپاره بيا لټه کوي، خو اوس دا مشکل هم حل شو.

په اصل کې اوس د مايکرو سافټ د ويډيويي خبرو لپاره په سکايف کې يو نوى آپشن ورزيات کړى دى، چې له هغې سره تاسې کولاى شئ په ويډيو کې شاته برخه يا بېکګراونډ مو تت کړئ، چې په ويډيو کې يوازې تاسې ښکاره شئ او ستاسې ليدونکي ته دا ښکاره نه شي چې ستاسې شاته څه دي يا تاسې چرته يئ.

دا خبره سکايپ په خپل بلاګ کې کړې ده. په دغه بلاګ کې زياته شوې ده، چې د ښي کليک يا د سيټنګ له لارې تاسې کولاى شئ چې خپل پس منظر يا بېکګراونډ تت کړئ، چې مخامخ کس ته ښکاره نه شي.

دا هم ولولئ:

پر فېسبوک د دې شيانو له خپرولو ډډه وکړئ

داسې ښځه چې يوازې د سړو غږونه نه شي اورېدى

په امريکا کې يخ هر څه کنګل کړي

دې شرکت دا آپشن تېر کال په مايکرو سافټ ټيمز کې هم وړاندې کړى و، نو يوازې دا چې ډېر ګټور و بلکې خلکو ډېر خوښ کړى هم و. اوس که تاسې په سکايپ خبرې کوئ او خوا و شا مو خلک ګرځي، يا تاسې ګرځئ، نو د دې سره به تاسې وکولاى شئ چې مخامخ کس ته هېڅ هم ښکاره نه شي.

د سکايپ شرکت وايي، چې په دې برخه کې دوى له داسې اې آيي ټيکنالوژۍ څخه ګټه پورته کړې، چې هغه انسانان پېژني، يعنې د انسان مخ، ويښته، لاسونه او پښې هم پېژني او خپل ټول فوکس په همدغه شيانو کوي او بېکګراونډ تتوي.

د مايکروسافټ شرکت د وينا تر مخه، دا آپشن د ډيسک ټاپ او لېپټاپ کاروونکو لپاره موجود دى. خو د موبايل کاروونکو لپاره تراوسه پورې شرکت څه نه دي ويلي چې ايا دوى هم ترې ګټه پورته کولاى شي او که نه.

Loading...