fbpx

په ترافیکي پېښه کې ۷ تنه مړه شوي

د غزني د ولایت شورا چارواکي وايي، دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېښه د کابل – کندهار پر لویه لار د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې.

د غزني د ولایتي شورا رییس نصیر احمد فقري وايي، پېښه د یوه مسافر وړونکي او یوه بار وړونکي موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه پېښه کې ۷ تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي، چې په مړو شویو کسانو کې څلور تنه د مسافر وړونکي موټر سورلي او درې تنه هم د باروړونکي موټر سورلي ده.

په ورته وخت کې د غزني د ملکي روغتون کارکوونکو ویلي دوی ته د پېښې له ځایه شپږ جسدونه او شپږ ټپیان وروړل شوي دي.

د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي په ګوته شوې ده.

دا په تېرو ۸ ورځو کې د کابل – کندهار پر لویه لار څلورمه ترافیکي پېښه ده، چې رامنځ ته کېږي او ډېری یې د ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکو موټرو د ګړندي تګ له امله رامنځ ته کېږي.