fbpx

طالبان: د خبرو مېز ته هېڅ هېواد نه يو راوستي

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له يوه پاکستاني ټلويزيون سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې له امريکا سره د خبرو اترو لپاره هېڅ هېواد په دوى زور نه دى راوړى او نه هم کوم هېواد خبرو ته کېنولي، بلکې دا د دوى خپله پالېسي وه.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په پاکستان کې د ډان نيوز ټلويزيون سره يوه ځانګړې مرکه کړې ده، نوموړى وايي چې که چېرته طالبانو په افغانستان کې حکومت ترلاسه کړ، نو له پاکستان سره به د يو ګاونډي او ورور هېواد په څېر اړيکې جوړوي. هغه زياته کړه چې په افغانستان د شوروي له بريد وروسته پاکستان د افغان کډوالو لپاره يو مهم ځاى و، چې ډېرو افغانانو به خپل دوهم کور هم ګڼلو.

د ډان نيوز ټلويزيزون سره په خبرو کې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د امريکا سره په خبرو اترو رڼا واچوله او همدا راز دا يې هم وويل چې ولې مذاکراتو ته تيار شول او د نوي سياسي نظام لپاره د دوى نظريه څه ده، هغه همدا راز وويل چې طالبانو غوښتل چې له امريکا سره خبرې وکړي.

د خبرو په اړه د پوښتنې په ځواب کې ذبيح الله مجاهد وويل، چې د امريکا له بريد مخکې طالبانو غوښتل چې له واشنګټن سره خبرې وکړې، د همدې مقصد لپاره طالبانو بيا په ٢٠١٣م کال کې په دوحه کې خپل سياسي دفتر هم پرانيست، خو هغه مهال واشنګټن نه غوښتل چې له موږ سره د سولې خبرې وکړي. هغه وايي چې اوس امريکا غواړي چې مذاکرات دې وشي، نو موږ هم خبرو ته کېناستو.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبان پاکستان د خبرو مېز ته راوستل، ذبيح الله مجاهد وويل، چې د طالبانو د خبرو مېز ته راتګ کې هېڅ هېواد کوم رول نه دى ترسره کړى، دا د طالبانو خپل لومړيتوب و، چې غوښتل يې مذاکرات وکړي.

د افغانستان په نوي نظام کې د طالبانو مهم رول:

ذبيح الله مجاهد وايي چې د افغانستان په نوي سياسي نظام کې به د طالبانو رول ډېر مهم وي، خو هغه د (سم وخت نه مخکې) د معلوماتو روکولو څخه انکار وکړ. هغه وويل ،چې کله موږ يو سياسي نظام غواړو، نو د دې مطلب دا دى چې په راروان حکومت کې به د افغانستان ټولو قومونو ته ځاى ورکړل شي.

مجاهد زياته کړه، چې ټول به په دې حکومت کې خپل رول ترسره کړي او د کوم بحث نه پرته به ټول د هېواد معاملې ګوري.

د طالبانو اساسي قانون به د شريعت سره سم وي:

د طالبانو وياند وايي چې دوى کوم ليکلى آيين يا قانون نه لري، خو د دوى مقصد ښکاره دى او هغه په افغانستان د قبضې ختمول، د اسلامي حکومت جوړول، سوله راولت، د افغانستان ودانول او نور شامل دي.

ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې کې هېڅ شک نشته چې د کابل ادارې اساسي قانون د امريکا د ګټو لپاره جوړ شوى دى. هغه زياتوي چې هېڅ هېواد به داسې يو قانون ونه مني، چې د هغې د تيارولو پر مهال دې په دغه هېواد بمباري روانه وي. مجاهد زياتوي، چې زموږ د هېواد وګړي سل په سلو کې مسلمانان دي، نو زموږ اساسي قانون دې زموږ لپاره جوړ شي او هغه دې هم د شريعت په رڼا کې جوړ شي.

د طالبانو وياند وايي چې طالبان به خپل (اسلامي حکومت جوړوي)، نو دوى به بيا د افغانستان په اساسي قانون کې هم بدلون راولي او د خپلو شرطونو سره سم به يې د شريعت په رڼا کې برابروي. هغه وايي چې کله افغانستان په بشپړ ډول خپلواکي ترلاسه کړي، نو بيا به عالمان رايو ځاى شي او په اساسي قانون کې به تېروتنې په ګوته کړي او هغه به سمې کړي.

ذبيح الله مجاهد وايي، چې زه دا اوس نه شم په ګوته کولاى، ځکه چې د دې لپاره خو عالمان پکار دي چې دا اساسي قانون وڅېړي او د اړتيا تر څنګ پکې بدلون راولي.

په موقت حکومت خبرې نه دي شوي:

په افغانستان کې د موقت حکومت په اړه چې له ذبيح الله مجاهد څخه پوښتنه وشوه، نو هغه وويل چې طالبانو په افغانستان کې د موقت حکومت په اړه هېڅ خبرې نه دي کړي او نه يې هم داسې کوم وړانديز کړى دى، چې په افغانستان کې دې موقت حکومت جوړ شي.

د ښځو ځاى:

ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو د يوې اسلامي ټولنې خوب ليدلى و او هغوى د حقونو لپاره يوه داسې لاره جوړول غواړي، چې اسلامي اصول پکې له پښو لاندې نه شي او چې هغه د ټولو نارينو او ښځينه و لپاره وي. هغه زياتوي، د دې مقصد لپاره زموږ قوم د دوه ميليونو انسانانو قرباني ورکړه، زموږ د دور ټولې خبرې حقيت نه وې، بلکې ډېر پکې تبليغات و.

د طالبانو وياند د ښځو او د انساني حقونو د ټولنو د دې اندېښنې په اړه خبره وکړه، چې دوى ٢٠ کاله وروسته د طالبانو په راتګ سره اندېښمنې دي، هغه وويل چې هغه مهال د دوى پيل و، يا د هغه وخت له جنګ وروسته او د ځينو نورو ستونزو له امله دغه کار د اړتيا سره سم شوى و. هغه وايي چې اوس حالات بدل دي.

ذبيح الله مجاهد وايي چې اوس د خلکو په پوه کې زياتوالى راغلى دى او ډېرې تجربې يې ترلاسه کړي دي، نو په راتلونکي کې د ښځو او سړو ته د دوى د حقونو ورکولو په معامله کې به هېڅ ستونزه نه راپېښېږي.

د خبرو پر مهال بريدونه:

د طالبانو وياند وايي چې دوى په دوحه کې له خبرو وروسته هېڅ نتيجې ته نه دي رسېدلي، چې دا پرېکړه وکړي چې د امريکا او کابل پر وړاندې بريدونه ودروي. هغه وايي چې په ماسکو کې هم دوى کومې داسې نتيجې ته ونه رسېدل، چې اوربند دې وشي. ذبيح الله مجاهد وايي چې دوى په جنګ کولو مجبورېږي، ځکه چې دښمن پرې بريدونه کوي او دوى يې مقابله کوي.

له کابل سره خبرو کې ستونزې:

له افغان حکومت سره د خبرو نه د انکار کولو په اړه ذبيح الله مجاهد وويل چې له اشرف غني سره د خبرو کولو سره به ستونزې راولاړې شي. هغه وايي چې کې د کابل حکومت سره خبرې وکړو، نو معنا به دا وي چې (موږ دا درواغژن حکومت ومنلو، حال دا چې دا د الوتکو او بريدونو په زور جوړ شوى دى). هغه وايي چې د دې نه به دا تاثر واخيستل شي، چې طالبان د افغانستان د دوهم قوت پر ځاى د حکومت باغيان ول.

هغه وايي (په داسې حال کې چې دا مسلط شوى حکومت هېڅوک نه تسليموي، نو افغان ولس او زموږ د مجاهدينو ترمنځ معاهده به د مساواتو يوه معاهده وي.) د طالبانو  وياند وايي چې د دوه قوتونو ترمنځ د مذاکراتو مطلب دا دى چې د ستونزې ګډ حل پېدا کړو او سولې ته ورسېږو، دا له چا سره د شراکت دارۍ په معنا نه دي.

ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبان مني چې تر څو پورې په افغانستان قبضه وي، له اوربند او د خبرو اترو څخه هېڅ نه ترلاسه کېږي. هغه وايي چې په هر څه د قبضې سيورى خپور دى، د پرېکړې طاقت د بريدګرو سره دى او دا چې زموږ په مشرانو بريدونه او بمبارۍ کېږي.

هغه وايي چې په داسې حالاتو کې د افغان سولې او اوربند لپاره دوى هېڅ نه ويني. د طالبانو وياند وايي چې موږ بايد تر هر څه د مخه د قبضه ختمه کړو، له دې وروسته به موږ بيا خپلو داخلي ستونزو ته پام وکړو.

د القاعده ملاتړ ديني او کلتور اړتيا وه:

طالبانو د خپل حکومت پر مهال د القاعده ملاتړ او ساتنه کړې وه، چې له همدې امله په ٢٠٠١ کال کې امريکا په افغانستان بريد وکړ، په دې اړه ذبيح الله مجاهد وايي، چې افغانستان اسلامي امارت هغه خارجي مجاهدينو (القاعده) ته پناه ورکړې وه، چې د شوروي پر وړاندې په جهاد کې يې برخه اخيستې وه او همدلته په افغانستان کې پاتې شوي و، د دوى ساتنه زموږ ديني او کلتوري اړتيا وه.

خو هغه زياته کړه، چې اوس مهال داسې هېڅوک نشته چې هغوى ته د طالبانو د پناه اړتيا وي. هغه وايي چې اسلامي امارت به له خپلې ځمکې څخه هيچا ته اجازه ورنکړي چې نورو ته تاوان ورسوي.