fbpx

د ملکي مرګ ژوبلې تر را کمېدو دې مرستې مشروطې کړي

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ د ملکي تلفاتو په ډېرېدو اندېښنه ښودلې او د ملکي تلفاتو د زیاتېدو په تړاو یې نړیوالې مرستندویه ادارې ته ویلي تر هغه دې دغه اداره له افغان حکومت سره خپلې مرستې مشروطې کړي تر څو چې د ملکي تلفاتو په برخه کې کموالی نه وي راغلی دغه اداره زیاتوي چې په هر ج
نګ کې ملکي تلفات وي خو د افغانستان په جګړه کې ملکي تلفات په بشپړ ډول د اندېښنې وړ دي.

د هغوی په باور د حکومت له لورې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې وروستي هدفونه په مطلقه توګه په بې پراویې ترسره شوي او د جګړې هېڅ ډول قوانینو ته په کې پام نه دی شوی، یاده اداره د ملکي وګړو پر وړاندې هر ډول بریدونه او بې پروایي غندي او زیاتوي چې د هلمند د سنګین وروستۍ پېښه د ولسمشر په بې وسۍ او امنیتي ادارو په خپل سرۍ دلالت کوي.

ادارې ته رسیدلي معلومات ښیي چې تېره شنبه ورځ د فبرورۍ په ٩ یو ځل بیا د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په پنځو کلیو کې د (CPAG) ١٦ ملکیان شهیدان شوي او د ښځو او ماشومان په شمول ٤ ټپیان شوي دي.

بل لور ته په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازی هاشم الکوزی وایي په سنګین کې د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې چې د څاروان کلا او ګرم اب سیمو کې ترسره شوي، ٢١ ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي وژل شوي دي. الکوزی زیاتوي چې په وژل شویو کې یې خپلوان هم شامل دي.

خو د هلمند ولایت یو ویاند عملیات تاییدوي او په عملیاتو ک  د ٤ کسانو د وژل کېدو او ٢ ټپي کېدو خبر ورکوي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله (CPAG) د دغې اعلامیي پر خپرولو سره یو ځل بیا په حکومت غږ کوي او وایي چې افغان حکومت ته پکار ده چې د ولس قهرجن حالت کنټرول کړي او ټول هغه قوماندانان او د جګړې امر کوونکي چې پر ملکي وژنو تورن دي د افغانستان د عدلي او قضایي قوانینو په رڼا کې سزا ورکړي.

یاده ادراه له ولسمشر غواړي چې ژر تر ژره دې د هغو ناروا بمباریو په اړه چې دحکومت له لورې ترسره شوي دي ولس ته راپور ورکړي.