fbpx

د پي ټي ايم مخکښې فعالې وړانګې لوڼۍ کيسه

د پښتون ژغورنې غورځنګ په مخکښو غړو کې که يوې خواته ځوانان ډېر دي، نو بلخوا په دې غورځنګ کې پښتنې پېغلې هم د ځوانانو تر څنګ د خپل ولس لپاره حقونه غواړي او د پاکستاني پوځ او استخباراتو پر وړاندې لکه د غر ولاړې دي. که هر چرته جلسه وي، احتجاج وي او يا هم بله کومه خبره وي، دا پښتنې د پښتون قام د حقونو لپاره تر ټولو مخکې ولاړې وي. په دې لړ کې د بي بي سي اردو برخې د پښتون ژغورنې غورځنګ له يو شمېر ښځينه فعالانو سره خبرې کړي دي، چې د مخکښې فعالې او د شهيد ارمان لوڼي د خور وړانګې لوڼۍ خبرې درته کټ مټ راژباړو. خبريال

زه وړانګه لوڼۍ د زيارت ولسوالۍ د سنځاوۍ په سيمه کې د يو مزدور په کورنۍ کې زېږېدلې يم. لومړنۍ زده کړې مې د هلکانو په ښوونځي کې وکړې، زموږ د قبيلې (شميزۍ) مشرانو د دې کار مخالفت وکړ، چې يوه نجلۍ ولې د هلکانو په ښوونځي کې درس وايي؟ خو زما استاد ورور ارمان لوڼي دا خبره ونه منله. بيا مې لسم د نجونو په ښوونځي کې او اېف ايس سي مې د کوټې څخه وکړه.

مور مې راته وايي، چې زما او د ارمان ترمنځ ١٧ کاله توپير دى، خو د نورو درې وروڼو او پنځه خويندو په پرتله زه هغه ته ډېره نږدې وم. هغه به په کور کې په سياست، ادب، شاعرۍ، تاريخ او د پښتنو اتلانو په اړه خبرې کولې.

په کال ٢٠١٥م کې د باچا خان ټرسټ ايجوکېشن فاونډېشن په ادبي ټولنه کې مې ګډون وکړ.

ما په دې دومره کلونو کې په خپله سيمه کې هېڅ بدلون ونه ليده. بېکاري او غريبي بېخي زيات دي او ځوانان له دې امله په غلطو لارو روانېږي، چې دا ډېره د خپګان وړ ده.

کله چې په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاج و، نو په کوټه کې پلويانو پېغام ورکړ، چې ټول ځونان دې پکې برخه واخلي، ما ورته ولې چې ولې يوازې ځوانان؟ نو داسې ښځو ته هم پېغام ورکړل شو.

په مخکې تګ او وينا راته هېڅ ستونزه جوړه نه شوه، زما وروڼو کله هم زما مخه نه ده نيولې.ارمان لوڼي ٢

خلکو به مې مور ته ويل چې د نجلۍ داسې بهر وتل غلطه خبره ده. مور مې له ورور ويرېدله، خو ماته به يې ويل چې که ته مړه شوې نو هېڅ خبره نه ده، خو ارمان باندې چې هېڅ ونه شي او پلار به مې ويل چې دا غلط کار دى، خو زما مخه يې نه نيوله.

استخباراتو له موږ سره ستونزه لرله او هغوى په قبيلوي سيسټم دا حلول غوښتل.

د مۍ په مياشت کې زموږ سرداران د ارمان ليدو ته راغلل او ورته يې وويل چې کښېنه، دا څنګه کار دى چې ته د پوځ پر ضد خبرې کوې، دا خبرې پرېږده او خور دې کېنوه، دا ستا عزت دى، غېرت دى، ته څنګه دا له کوره بهر راوباسې؟

دا پېښه دوه درې ځل تکرار شوه، زموږ له انکار وروسته زموږ يو ليرې خپلوان ته پېسې ورکړل شوې، هغه وسله په لاس په کوټه کې زموږ په وژلو پسې ګرځېده. موږ له مشرانو سره د مشورې نه وروسته له کوټې نه کلا سېف الله ته راغلو.

په پېښور کې ښځو د پښتون ژغورنې غورځنګ لپاره د عامه پوهاوي يو مهم وچلاوه، ځينو خلکو خو راباندې دوکانونه بند کړل، ځينو پمفلټونه بېرته راوغورځول، خو ډېرو خلکو مو خبرې ته غوږ کېښود.

د سفر پر مهال ستونزې ډېرې وې، د استخباراتو کسان راته زنګونه وهي، چرته او ولې روانه يې، خو تر ټولو بد کوم کار چې کېږي، هغه دا دى چې په ټولنيزو رسنيو زموږ انځورونه ايډيټ کوي او بيا يې خپروي.

خو اوس هغه سخت نه سخت قبايلي خلک، چې به يې ښځې له کورونو نه راوستي، اوس وايي چې دوى به هم خپلې ښځې، لوڼې او خويندې جلسو ته راولي.

د ارمان له وژنې سره چې څومره لوى تاوان رسېدلى، دا به هېڅ کله هم بې ځايه لاړ نه شي. د هغه له مړينې وروسته راته د استخباراتو کسانو زنګونه نه دي وهلي.

که حکومت يې مني او که نه، په دې موږ ته هېڅ فرق نه پرېوځي، دا موږ ته او زموږ پښتون قوم ته معلومه ده چې په ارمان باندې تشدد شوى دى، موږ ته خپل دښمن معلوم دى.