fbpx

پوهېږم چې په دې لار کې ژوند هم بايللى شم، د ثنا اعجاز کيسه

د پښتون ژغورنې غورځنګ په مخکښو غړو کې که يوې خواته ځوانان ډېر دي، نو بلخوا په دې غورځنګ کې پښتنې پېغلې هم د ځوانانو تر څنګ د خپل ولس لپاره حقونه غواړي او د پاکستاني پوځ او استخباراتو پر وړاندې لکه د غر ولاړې دي. که هر چرته جلسه وي، احتجاج وي او يا هم بله کومه خبره وي، دا پښتنې د پښتون قام د حقونو لپاره تر ټولو مخکې ولاړې وي. په دې لړ کې د بي بي سي اردو برخې د پښتون ژغورنې غورځنګ له يو شمېر ښځينه فعالانو سره خبرې کړي دي، چې په دې برخه کې د يوې مخکښې فعالې او مبارزې ثنا اعجاز خبرې او درته دلته کټ مټ راژباړو. خبريال

زه ثنا اعجاز يم، پېښور کې زېږېدلې يم، زما مور شاهده بېګم يوه مدني فعاله وه، پلار مې په پي ټي وي (پاکستان ټلويزيون) کې نوکر و او د بهټو (ذوالفقار علي بهټو) پلوى و.

کالج ته له تګ وروسته باچا خان ټرسټ ايجوکېشن فاونډېشن ته راغلم. دلته چې مې د پښتنو اتلانو په اړه څه ولوستل، هغه يې موږ ته په نصاب کې نه و راښوولي. دا هغه وخت و چې زه پوه شوم له پښتنو سره د مېرې مور چلند کېږي، نو د يو څه کولو پرېکړه مې وکړه.

همدا راز مې په ژورناليزم کې ماسټري هم کړه. باچا خان کې مې دنده پيل کړه، ليکل مې هم پيل کړل او بيا په ٢٠١٣م کال مې په عوامي نېشنل ګوند کې ګډون وکړ.

ما پر آرمي پبلک سکول د بريد نه وروسته د کمېشن جوړولو غوښتنه وکړه او د پاک چين راهدارۍ په پروژه کې مې د پښتنو لپاره د حق خبره وکړه. ونيول شوم، همدا راز د محسود تحفظ مومنټ پلوې هم وم.

دا هم ولولئ: د پي ټي ايم د مخکښې فعالې وړانګې لوڼۍ کيسه

تېرکال د جنورۍ په مياشت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د اسلام اباد په احتجاج کې مې ګډون وکړ، په دغه احتجاج کې د ګډون له امله عوامي نېشنل ګوند، چې پکې د ځوانانو د ډلې ايالتي مرستياله مشره وم، اخطاريه خبردارى راکړل شو. ما ورته وويل چې څوک د ولسواکۍ او عدم تشدد خبره کوي، زه ورسره ولاړه يم. د اپريل په مياشت کې له ګوند څخه وويستلې شوم او همدا راز د پي ټي وي نه هم په دې خبره له دندې ليرې کړل شوم، چې له بره نه حکم راغلى دى.

د شرکت ګاه په نوم تنظيم راته په اپريل کې د پېښور د جلسې نه وروسته وويل، چې يا خو په پښتون ژغورنې غورځنګ کې پاتې کېداى شي او يا هم په شرکت ګاه کې. بيا په سوات کې د ښځو لپاره په يوه پروژه کې د کار پر مهال استخباراتي ادارو مې مخه ونيوله، هغه دنده هم لاړه. اوس يوازې د پښتون ژغورنې غورځنګ د کور کمېټې ممبره يم.

د عوامي نېشنل په څېر لوى ګوند مې د دې لپاره پرېښود چې له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه يو مزاحمتي سياسي تنظيم جوړ کړو، دا پارلماني ګوند نه دى. په دې اړه زموږ ملګري هر يو خپله رايه لري.

ښځې خو دلته خلک همداسې برداشت کوي، خو مخکې راتګ او په پرېکړه کې برخه ورکول بيا اسان نه دي. خو ډېرى داسې ملګري شته، چې هغوى غواړي چې په دې مبارزه کې دې ښځې هم مخکې وي. زما اصولو ته په کتو منظور پښتين هم راته وايي، چې په ځان کې لږ لچک پېدا کړه.

موږ په جوماتونو، بازارونو او حجرو کې عامه پوهاوى ترسره کړ.

خو په ټولنيزو رسنيو تنګول، انځورونه ايډيټ کول او کنځاوې، له دې هر څه سره هر وخت مخ کېږو. د سوات په کانجو کې زما لوى انځورونه ولګول شول او پرې ليکل شوي و چې زه د (را) جاسوسه يم.

زه که بازار ته لاړه شم، چېرته سفر کوم يا له چا سره خبرې کوم نو خلک مې ويروي هم او د احتياط کولو هم راته وايي.

ايډيټ شوې ويډيوګانې مې ډيپريس يا خپه کوي. په هر جلسه کې رانه پوښتنې ګرويږنې کېږي. له شپږو مياشتو راهيسې راته ويل کېږي چې ستا ژوند په خطر کې دى او پوهېږم چې په دې لار کې ژوند هم بايللى شم.

خو موږ د قانون دننه د حقونو غوشتنه کوو، د وطن د ماتولو خبره نه کوو، د بېلتون خبره نه کوو، موږ چې کومه ازادي غواړو، هغه د حقونو ازادي ده.

حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ سره اړيکه ونيوله، خو هغوى يوازې د خولې خبرې کوي. موږ ته لومړۍ خبره خو دا کېږي چې دا نعره (يه جو دهشت ګردي هے اسکے پيچهے وردي هے) مه وايئ، نو موږ ورته وايو چې په سوات او وزيرستان کې يې له موږ سره ثبوتونه موجود دي.