fbpx

د غوري سمنټو فابریکه له یوې میاشتې راهیسي په ټپه ولاړه ده

نږدې یوه میاشت کېږي چې د بغلان د غوري سمنټو فابریکې د پلورلو لړۍ د دې فابریکې د کارکوونکو اعتراض په دلیل درول شوې‌ده.

د بغلان د غوري سمنټو فابریکې د کارکونکو ټولنې مشر احمدنثار رسنیو ته ویلي ، دا مهال څه باندې ۸۰ زره ټنه کلین‌کر یا د سمنټو د جوړولو مواد، د دې فابریکې په سیلوګانو کې ذخیره او تولید ته چمتو دي.

د بغلان د غوري سمنټو فابریکې د کارکوونکیو ټولنې مشر په وینا، که‌چېرې یې د پلورلو لړۍ پیل او لنډه موده کې دغه مواد پلورلو ته چمتو نه‌شي؛ دا فابریکه به ۵۰۰ زره امریکايي ډالره زیان وویني.

خو د بغلان والي عبدالحی نعمتي وايي، د ولایت مقام د بغلان د غوري سمنټو پلورلو صلاحیت نه‌لري؛ خو په‌دې اړه یې له وزارت سره خبرې کړي چې دا ستونزه د تل‌ له‌پاره حل کړي.

ښاغلي نعمتي ډاډ ورکړ چې مرکزي حکومت هڅه کوي چې دغه فابریکه بېرته خصوصي سکتور ته ورکړي چې په ښه ډول کار وکړای شي.

په همدې حال کې د بغلان د غوري سمنټو فابریکې مشر ریاض‌الدین شریفي سره له‌دې چې دغې فابریکې ته احتمالي وارد شوی زیان تاییدوي؛ خو وايي، مرکزي حکومت خصوصي سکتور سره د دې ستونزې د حل له‌پاره خبرې پیل کړې‌دي.

ده په ورته وخت کې خوښي څرګنده کړه چې تر ۱۰ ورځو پورې به له دغو موادو ګټه واخېستل شي چې خراب نه‌شي.

شاوخوا ۱۲ کاله کېږي چې د بغلان د غوري سمنټو فابریکه خصوصي سکتور سره ده او دوې میاشتې مخکې حکومت د دې فابریکې کنټرول خپل کړ.

میرویس جلالزی