fbpx

هلمند کې ولسي وګړو باندي مرګوني بمباري شوي

د افغانستان په سویلي ولایت هلمند کې هوايي بمباري ښوي چې پکې ولسي افغانانو ته ځیان رسیدلی.

په برید کې د ښځو اوماشومانو په ګډون د لږ تر لږه ۲۱ تنو ولسي وګړو د شهادت ویل شوي.

د هلمند د ولایتي څخه د سنا غړی هاشم الکوزی وایي چې دغه بمباري د طالبانو او افغان حکومتي ځواکونو د جګړې پر مهال په سنګین ولسوالۍ کې شوي.

هلمند په تیرو لسو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو طالبانو او حکومتي سرتیرو د جګړو توده سیمه وه چې پکې په زرهاوو انسانان وژل شوي دي.

د هلمند پولیسو په دې باب تر اوسه څه نه دي ویلي.

ویل کیږي بمباري افغان  هوايي ځواکونو کړي کومو چې د خپلیو پلیو کومانډویانو ملاتړ ته ور دانګلي  ول.

ویل کیږي په برید کې یو شمیر کسان ژوبل شوي هم دې چې د لښکرګاه روغتونونو ته لیږدول شوي.

ویل کیږي د لښکرګاه په روغتون کې یو شمیر زخمیانو ته د ویني کمی موجود وو چې وروسته بیا سیمیزو خبریالانو د خپلو  ټولنیزو رسنیو له لاري پر خلکو غږ وکړ چې د ویني ورکولو لپاره روغتونونو ته په خاصه توګه د ایمرجنسي روغتون ته ځانونه ورسوي.

میرویس جلالزی