fbpx

نور دې څوک ونه وژل شي، د علي وزير د مور کيسه

د پښتون ژغورنې غورځنګ په مخکښو غړو کې که يوې خواته ځوانان ډېر دي، نو بلخوا په دې غورځنګ کې پښتنې پېغلې هم د ځوانانو تر څنګ د خپل ولس لپاره حقونه غواړي او د پاکستاني پوځ او استخباراتو پر وړاندې لکه د غر ولاړې دي. که هر چرته جلسه وي، احتجاج وي او يا هم بله کومه خبره وي، دا پښتنې د پښتون قام د حقونو لپاره تر ټولو مخکې ولاړې وي. په دې لړ کې د بي بي سي اردو برخې د پښتون ژغورنې غورځنګ له يو شمېر ښځو سره مرکې کړې دي، چې په دې برخه کې د يوې داسې ښځې سره هم مرکه کړې، چې د خپلې کورنۍ ١٣ تنه يې وژل شوي دي، دا ستره ښځه د پښتون ژغورنې غورځنګ د نوموتي مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير مور ده، د علي وزير د مور خبرې مو درته دلته کټ مټ راژباړلي دي. خبريال

زه خوازه مينه يم، ټول عمر مې د وزيرستان له واڼې سيمې څخه ١٣ کلومتره ليرې په خواخه نومي کلي کې تېر کړ. خاوند مې د کلي مشر و، ملک مير ظالم خان، د کلي ټولو خلکو به يې خبره منله.

خداى پاک راته اووه زامن او درې لوڼه راکړې. علي وزير په څلورم نمبر دى.

زما تر ٨٠ کالو اوښتى دى، خو ١٣ کاله مخکې زه مجبوره شوم چې خپل کور پرېږدم، هغه مهال چې کله زما د دوه زامنو، دوه لېورونو او دوه خورييونو په ګډون د کورنۍ ١٣ تنه ووژل شول.

په لومړي ځل زما زوى په ٢٠٠٣م کال کې ووژل شو، بيا په ٢٠٠٥ز کال کې پنځه تنه په يو ځاى ووژل شول.

هلته ازبک راغلي و، بيا ورسره ځينې ځايي خلک هم يو ځاى شول او زه فکر کوم چې دا ټول حکومت دغلته راوستي و، په واڼه کې چې کوم ځايي مشران و، هغه ټول ووژل شول، ٨٠٠ سوه کسان ووژل شول.

دا هم ولولئ:

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښې مبارزې ثنا اعجاز کيسه

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښې فعالې وړانګې لوڼۍ کيسه

موږ له واڼې څخه ډېره اسماعيل خان ته کډه راوړه او دلته مو د يو کرايې په کور کې واړوله. د مشر زوي په معاش به ټولې کورنۍ ګزاره کوله.علي وزير پښتون ژغورنې غورځنګ

زه خو د کور ښځه وم، ټول عمر مې کور کې تېر کړى و، نه کله بازار ته تلې وم او نه هم ښار ته، فکر مې کوو چې دا وخت به اوس څنګه تېرېږي، موږ به څه کوو، اوس او بيا به څه کېږي؟

له عملياتو وروسته چې کور ته لاړم، زموږ کور وران شوى و او په کور کې ټول سامان ورک و.

ښځې جلسو ته راځي او د خپل ځان ساتنه غواړي. مخکې به خلک وژل کېدل، له کورونو به ويستل کېدل، اوس خو حالت دې ته رارسېدلى دى، چې کورونو ته ورځي او د ښځو عزتونه لېلاموي.

زه هم جلسو ته ځم، زه د خپل زوي علي وزير سره يم.

زما زامن چې ووژل شول، زما زړه ورپسې ارې ارې شوى، اوس غواړم چې نور د چا بچي ونه وژل شوي، لږ نه لږ امن خو دې راشي.

هغوى چې چرته تللي، موږ ټول به هم هلته ورځو، دا علي وزير به هم هغلته ورځي، خو دا اوس ودرېږي نه، دا يې ميشن دى، زه خو يې مور يم، زه خو ورسره هر وخت ولاړه يم.