کور پاڼه / لیکنې / سوله د ټولو مخلوقاتو له پاره اړينه او طبعي غوښتنه ده

سوله د ټولو مخلوقاتو له پاره اړينه او طبعي غوښتنه ده

جنګ جګړو کې مو ستر زیانونه ولیدل ، ګڼ شمیر بې ګنا ولسي وګړي مو شهیدان شول ، کورنه ، کلي او ګڼ تاریخي ځایونه مو له منځه ولاړل موږ د سولې تږي يو سوله غواړو سوله ، سوله غږ د هر افغان دي ، سوله کې خوند دي، سوله کې خوشحاله ژوند دي
سوله کې نیکمرغي ده او سوله کې د هر وګړي ګټه خوندي ده ، نو ځکه مو غوښتنه هم د سولې او ارامې ده .
بس ویل شم چې سوله د الله جل جلاله د ټولو مخلوقاتو لپاره اړينه او طبعي غوښتنه ده، سوله يواځي دانسانانو له پاره نه بلکې په هوا کې د مرغانو له پاره، په ځنګل کي د ځناورو لپاره، په سمندر کې د ژويو لپاره، په دښت کې د خځندو ل پاره او په زراعتي ځمکو کې د نباتاتو له پاره ترټولو اړينه او مهمه غوښتنه ده .
خو دټولو ژونديو موجوداتو کې تر بل هر چا انسان زيات سولي او ارامي ته اړتيا لري
نو بیا جنګ او جګړي کوله په څه مانا ، ویل شو چې جنګ او جګړي بدبختې زیږوي ، کورونه او نور مقدس ځایونه مو ورانوي او اولادونه مو له زده کړو په کې بې برخې پاتې کیږي ،او سوله کې نیک مرغې ده ترکي ده او همدارانګه خوشحالي ده .
يوه ورځ د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ شډل بازار سیمي ته ولاړم نو ښوونځي او ګڼ د ولسي خلکو کورونه مې ړنګ ولیدل نو زړه مې درد وکړ، خو شکر مې وویست چې اوس یاده سیمه افغان ځواکونو د وسله والو له شتون پاکه کړي وه ، خو د جګړو له امله ځاي خلکو ته ستر زیانونه اوښتي وه .
خو بس ویلي شم چې دلته چې څوک سوله نه کوي هغوې پردې پال دي او د پردیو په اشاره د سولې پر ځاي جنګ جګړو ته زیاته ترجې ورکوي .
دا چې سوله کې د يو هيواد د هر وګړي خوښي نغښتي دي ، نو په کار ده چې د ټولنې هر وګړي د سولې د راوستو په برخه کې د افغان حکومت سره همکاري وکړي ،ځکه چې سوله کې نیکمرغي ده.
ځينې په دي باور دي چې په افغانستان کې سوله راتلل ناشونې کار دي، خو زه يي نه منم ځکه که د ټولنې هر وګړي نارینه وي او که ښځينه په دې برخه کې د زړه له اخلاصه کار وکړي نو سوله راتللي شي .
که فکر وکړو د ټالیبانو په لیکو کې تر ډيره زموږ افغان مرور ورونه فعالیت کوي ، دا چې په کوم شکل او ولي د هغوي سره يوځاي شوي دي؟ په دي نه غږیږم ، خو که د ټولنې هر وګړي د سولې ګټې د دوي غوږو ته ورسوي او هغوي د سولې له ګټو خبر شي نو فکر نه کوم چې بیا دي وسله په لاس کې واخلي او جنګ دي وکړي .
پس ویلاي شو چې جنګ او سوله دوه متضادي کلمي دي
د بیلګي په توګه ویل شو چې جنګ او سوله د حق او نا حق (عدالت او ناعدالت)سره مخامخ اړيکه لري.
او معلومه خبره ده چې چيرته چي حق او عدالت د انسانانو ترمنځ وجود ولري او بې عدالتي نه وي هلته به تل خلک په سوله او ارامي کې ژوند کوې .
او برعکس يي چيرته چې حق ترپښو لاندي وي، د حق او عدالت پرځای زور او بې عدالتي وي، د کمزوري حقوق د زورور تر پښو لاندي کيږي او زورور په زور سره د کمزوري حق اخلي هلته به جنګ او نا ارامي وي، مطلب ویلي شو چې جنګ د بې عدالتي ستر لامل دي.
نو بیا ولي سوله ته کار نه کوو؟ ولي د ټولنې ټول وګړي چې باید د زړه له تله دغې برخې ته کار وکړي نه يي کوي؟
یا په بل عبارت په کوم ځاي کې چې جنګ وي نو ضرور به هلته بې عدالتي هم وي او د خلکو حقوق به په کې پریمانه پایمال وي نو په داسي ځاي کې سولي ته شدید اړتيا وي

خو برعکس کوم ځاي کې چې جنګ او بې عدالتي نه وي هلته د سولي له پاره هم اړتيا نشته بس ویلاي شو چې سولیزه ماحول دي.

داچې زموږ په هيواد کې پرله پسي درې لسيزي جنګ او جګړه روانه ده، او د افغان ولس سره د بې عدالتي او ددوی څخه د نورو له خوا د حقوقو اخستلو خبره ده، نور نو بس دي افغان ولسي وګړي دي نور غلي نه کيني او په یوه موټي دي شي او د سولي لپاره دي کار وکړي ترڅو هغه بې عدالتي ختمه شي کومه چې لا هم په یو شمیر ناامنه سیمو کې ، چیرته چې ټالیبان او نور وسله وال فعالیتونه کوي موجوده ده .
که وګورو جنګ جګړو زموږ په هیواد کې ګڼې میندې بوري او ګڼ شمیر خویندي يي کونډۍ او واړه اولادونه يي یتمان او بې سرپرسته پاتې کړل ، نور نو بس دي
اوس د هر افغان په خوله همدا يوه خبره ده چې سپوره ډودۍ دي وي خو سوله دي وي ځکه چې سوله ګڼې ګټي لري ، او د افغان حکومت هم سوله خپل لومړې توب ګڼې د يوځوان په صفت خو زما ډیري هیلې شي انشاالله د حکومت دغه هڅې به ضرور رنګ راوړي او يو ورځ به ضرور سوله راځي .
خو په اخر کې وايم په دي هیله چې په دي برخه کې د ټول هیواد وګړي د زړه له تله هڅه وکړي
د يوه تل پاتې او سوله یزه افغانستان په هیله
لیکوال : مدثر شینواري

بیا وګوره

نن ولي پاکستان په سیاسي انزوا کې دی ؟

که څه هم په هيواد کې به لا هم ناخوالي وي خو د ملي وحدت …

محمد حنیف اتمر ولې سعودي عربستان ته لاړ؟

جمهور رییس محمد اشرف غني واک تر رسېدو د لوړې په مراسمو کې د افغانستان …