fbpx

طالبان وايي غني د سولې روانو هڅو ته زيان رسوي

د ولسمشر غني د هغه بيان په غبرګون کې، چې يې پرون ورځ ويلي و چې په کابل، ننګرهار او يا هم کندهار کې طالبانو ته دفتر ورکولى شي او امنيت يې هم ساتلى شي، دوى دې راشي، طالبانو ويلي دي، چې ولسمشر غني د سولې روانو هڅو ته زيان رسوي. طالبان زياتوي چې د دوى غوښتنه دا ده چې نړيواله ټولنه او ملګري ملتونه دې د دوى د قطر دفتر په رسميت وپېژني.

د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين له رويټرز سره په خبرو کې ويلي دي، چې دوى افغان حکومت په رسميت نه پېژني، دوى خپل سياسي دفتر په قطر کې لري او د هغې د رسميت لپاره کار کوي. هغه زياتوي، چې غني په دې سره هڅه کوي څو موضوع بدله او د سولې روانو هڅو ته زيان ورسوي.

تېره ورځ چې ولسمشر غني د ننګرهار غني خېلو ته تللى و او هلته يې يوې سترې غونډې ته وينا کړې وه، په دغه وينا کې ولسمشر غني ويلي و، چې د سولې لپاره هرې قربانۍ ته تيار دى او طالبانو ته په کابل، ننګرهار او کندهار کې دفتر هم ورکولى شي او د دغه دفتر ساتنه هم کولى شي.

دا هم ولولئ: طالبان: د خبرو مېز ته هېڅ هېواد نه يو راوستي

خو طالبان بيا وايي، د غني خبري د سولې روانو هڅو ته زيان رسوي او دوى د افغانستان حکومت په رسميت نه پېژني، بلکې دوى غواړي چې نړيوال او ملګري ملتونه دې د دوى د قطر دفتر په رسميت وپېژني.

د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهېل شاهين له رويټرز خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، چې د دوى ټول پام همدې ته دى، چې اوسنى دفتر يې په رسميت وپېژندل شي.

تېره ورځ د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پاکستان له يوه ټلويزيون سره په خبرو کې دا خبره هم کړې وه، چې په دوحه او مسکو ناسته کې دوى تراوسه کومې نتيجې ته نه دي رسېدلي او تر هغې چې دوى کومې نتيجې ته نه وي رسيدلي، نو بريدونه به يې دوام کوي. هغه زياته کړې وه، چې تر څو امريکا له افغانستانه نه وي وتلي، د سولې خبرې او اوربند هېڅ معنا نه لري.