fbpx

حامد کرزي په کابل کې د امریکا سفیر سره پر افغان سوله خبرې کړې

پخواني  ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د امریکا  سفیر جان باس سره پر افغان سوله خبرې اترې کړې دي.

د ښاغلي کرزي دفتر وايي، نوموړي په خپل دفتر کې له امریکايي سفیر سره وکتل.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دواړو لورو پر افغان سوله په ځانګړي ډول د سولې په برخه کې پر بین الاافغاني خبرو بحث وکړ.

په دغه ناسته کې د مسکو د غونډې په اړه هم خبرې شوې او ښاغلي کرزي د افغان سولې په تړاو د مسکو کنفرانس بریالی او له جوړېدو یې خوښي څرګنده کړه.

ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې هیله ښودلې، چې د تل پاتې سولې لپاره د بین الاافغاني مذاکراتو لړۍ همداسې دوام ومومي خو ټینګار یې پر دې و، چې د ټول شموله بین الاافغاني مذاکراتو د ګړندي او پیاوړي کولو لپاره د نړۍ د سترو هېوادونو همکاري اړینه ده.

Loading...