fbpx

کابلوف هېواد به یې افغان پوځ ته وړیا چورلکې ور نه کړي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، هېواد به یې افغان پوځ ته وړیا چورلکې ور نه کړي.

نوموړي افغان حکومت یا  امریکا باید د افغان پوځ لپاره د څرخکو د پېرلو په پار مسکو ته پیسې ورکړي.

نوموړي ټینګار کړي، چې د روسیې پوځ خپله څرخکو ته اړتیا لري او که چېرې افغان حکومت غواړي خپل پوځ ته چورلکې تر لاسه کړي باید له کوم بل ځایه پیسې ورته پیدا کړي.

هغه دا هم ویلي، چې دا مهال د کابل او مسکو اړیکې هم دومره ښې نه دي، چې د افغان حکومت مشرتابه دې له روسیې د سوغات غوښتنه وکړي.

کابلوف دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې امریکا په پام کې لري تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې افغانستان ته ۱۵۹ بلک هاګ چورلکې ورکړي.

امریکا تر اوسه پورې ۱۶ بلک هاګ چورلکې افغان پوځ ته ورکړې دي.