fbpx

پاکستان: له ٧ کلنې ماشومې سره جنسي تېرى شوى

په پاکستان کې يو ځل بيا له يوې ٧ کلنې ماشومې سره جنسي تېرى شوى دى او له تېري وروسته تېرى کوونکى تښتېدلى دى. ويل کېږي چې د ماشومې حالت د اندېښنې وړ دى.

دا پېښه د پاکستان په يو لوى ښار لاهور کې راپېښه شوې ده، ډ لاهور په ګارډن ټاون سيمه کې يو ناپېژاند تن له يوې ٧ کلنې ماشومې سره جنسي تېرى کړى او تښتېدلى دى.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو تر مخه، د لاهور په ګارډن ټاون سيمه کې له يوې ٧ کلنې ماشومې سره يو کس جنسي تېرى کړى او له تېري وروسته تښتېدلى دى. ماشومه په ډېر بد حالت کې ځايي روغتون ته وړل شوې ده.

دا هم ولولئ: پاکستانى پوځ پښتنې ښځې د غنيمت په توګه کاروي

د روغتون ډاکټرانو رسنيو ته ويلي دي، چې له ماشومې ډېره وينه تلې ده او اوس يې هم حالت د اندېښنې وړ دى. همدا راز ويل کېږي چې د ځايي حوزې پوليس هم تاڼې ته تللي، تر څو د ټيسټونو نه وروسته د تورن کس پلټنه پيل کړي.

د لاهور پوليسو رسنيو ته په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې تورن کس چې له ٧ کلنې ماشومې سره يې جنسي تېرى کړى دى، له دې پېښې وروسته تښتېدلى دى، خو ماشومه په ډېر بد حالت کې خلکو روغتون ته راوړې ده، چې د ټيسټونو نه وروسته به دوى قانوني کارروايي وکړي.

ياده دې وي چې په پاکستان کې له کوچنيو نجونو او هلکانو سره د جنسي تېريو پېښې زياتې شوې دي. تېر کال څو داسې پېښې وشوې، چې يې خلک ولړزول. په پاکستان کې بيا په داسې ډېريو پېښو کې د تېري ښکار ماشومان يا نجونه وژل کېږي او تورن کسان يې د ځان بچ ساتلو لپاره خښوي. تېر کال هم د يوې ٧ کلنې ماشومې سره ورته پېښه شوې وه، چې له جنسي تېري وروسته تورن کس ماشومه په ډېران کې غورځولې وه، چې بيا پرې په ټول پاکستان کې لاريونونه شوي و.