fbpx

خلیلزاد د افغان سولې په تړاو سفر پیل کړ

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ یوه امریکايي پلاوي د افغان سولې په تړاو بیا سفر پیل کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه پلاوی به د افغانستان په ګډون ۶ هېوادونو ته سفر وکړي، تر چې د افغانستان د سولې پروسه پیاوړې کړي او ټولې افغان خواوې د سولې خبرو ته کښېنوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د امریکايي پلاوی دا سفر نن د فبرورۍ له ۱۰ مې پیل او تر ۲۸ مې به دوام وکړي.

په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي، چې خلیلزاد او ورسره پلاوی به کومو هېوادونو ته سفر وکړي، خو ګومان کېږي، دوی به بلجیم، جرمني، ترکیې، قطر، افغانستان او پاکستان ته ولاړ شي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې ښاغلي خلیلزاد او ورسره پلاوی به د دغه سفر په لړ کې د افغانستان له حکومت سره سلا مشورې کوي.

امریکايي پلاوی پر داسې مهال یو ځل بیا د افغان سولې په اړه سفر پیلوي، چې وړاندې یې د قطر په شپږ ورځنۍ غونده کې دا پرېکړه کړې وه، چې د فبروۍ په ۲۵ مه به یو ځل بیا له طالب استازو سره په قطر کې جرګه شي.