fbpx

اتمر د امریکا له سفیر او د بهرنیو ځواکونو له قوماندان سره کتلي

د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار او ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند محمد حنیف اتمر په کابل کې د امریکا له سفیر جان باس او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره لیدلي دي.

د ښاغلي اتمر له دفتره  په خپره شوې خبرپاڼه راغلي، ښاغلي اتمر له باس او مېلر سره پر افغان سوله خبرې کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې باس او مېلر د ښاغلي اتمر دفتر ته ورغلي و او د افغان سولې په اړه یې اوږدې او مفصلې خبرې ورسره کړې دي.

ښاغلي اتمر په دغه لیدنه کې د مسکو د غوندې په اړه ویلي، چې په دې کنفرانس کې د افغان سولې په اړه اوږدې خبرې شوې دي او دغه غونډه د افغانستان د راتلونکې لپاره خورا مهم وه.

د هغه په وینا له طالب لوري سره یې په خبرو کې ټینګار کړی چې باید د بین الافغاني مذاکراتو لپاره تیاری وښيي او په دې توګه روانه جګړه ختمه کړي.

ښاغلي اتمر زیاته کړې، چې د مسکو په غونډه کې دا پرېکړه هم شوې چې په راتلونکې ورته ناسته کې باید د افغان حکومت استازي هم حضور ولري.

سرچینه وايي، امریکایي نظامي او سیاسي چارواکو هم په دې لیدنه کې د افغان سولې په اړه پر هڅو ټینګار کړی دی او ویلي یې دي امریکا د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له ټولې هڅو ملاتړ کوي.