fbpx

پولیسو یو تن د رشوت اخیستو په تور نیولی

کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل استخباراتي پولیسو د نفوس د ثبت احوال ادارې یو کارکوونکی د رشوت اخستو په تور نیولي دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي دغه کس غوښتل پنځه جلده پېژندپاڼې، چې اخستونکي یې نه و، د ۱۲۵۰ امریکايي ډالرو په بدل کې یو کس ته ورکړي، چې د پولیسو له خوا ونیول شو.

بلخوا افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تخار ولایت کې د وسله والو مخالفینو پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل کړه.

په شمال کې د پامیر ۲۰  فرقې د پلې لوا قوماندان ډګروال عبدالجمیل مسافر زیاتوي، چې دغه عملیات د تخار ولایت په ناامنه سیمو کې پیل شوي او د وسله والو تر مکمل ځپلو پورې به دوام ولري.

نوموړي زیاته کړې، چې عملیات په مشخص ډول د تخار په خواجه غار، دشت قلعه، ینګي قلعه او خواجه بهاوالدین ولسوالیو کې پیل شوي دي.

ډګروال مسافر وايي، د عملیاتو له پیل راهیسې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او  ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Loading...