fbpx

طالبانو لا د سولې د خبرو لپاره خپل نیت نه‌ دی ثابت کړی

اجرائیه رئیس وایي، طالبانو تر اوسه د سولې د ریښتینو خبرو لپاره خپل نیت نه‌دی ثابت کړی.
عبدالله عبدالله دغه څرګندونې په کابل کې د وزیرانو د شورا ترغونډې مخکې وکړې. ښاغلي عبدالله طالبان په افغانستان کې د جګړې د دوام اصلي عامل وبلل.
د افغانستان اجرائیه رئیس وویل، د هرې هغې هڅې چې دا هېواد سولې ته نژدې کوي، ملاتړ کوي. عبدالله په عین حال کې په افغانستان کې د تېرو کلونو د لاسته راوړنو پرساتلو هم ټینګار وکړ.
په افغانستان کې د سولې د هڅو په ترڅ کې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد بیا د افغانستان، پاکستان او قطر په ګډون د یو شمېر هېوادونو سفر پرون پیل کړ.
Loading...