The news is by your side.

د پاکستان سره د اړیکو په هکله د متقي مهم اعتراف

خبريال وېبپاڼه: د تا، لبانو د بهرنیو چارو وزیر باندې په ټولنيزو رسنيو کې نیوکې کېږي چې په دې هېواد کې يې د پاکستان په ګټه د افغانستان ضد څرګندونې کړې دي، نوموړي ددې هېواد د ستراتيژيکو څېړنو په مرکز کې د افغان پوځ د راتلونکي په هکله د یوه خبریال پوښتنې په ځواب کې اضافي جزيات ورکړل چې د خلکو له شديدو نیوکو سره مخ شول.

متقي وویل چې افغانستان لوی پوځ ته اړتیا نلري او راتلونکي پوځ کې به د پخواني پوځ کوم کس شتون ونلري، ډېری شنونکو دا څرګندونې بې ځایه وبللې او ويې ويل چې په اسلام اباد کې د افغان پوځ په هکله دې خبرو ته هېڅ اړتیا نه وه، د بل لوري د خبريال پوښتنې ته پرته له دې جزیاتو هم ځواب ورکول کېدی شوی خو متقي بيا پوره جزیات په اسلام اباد کې بيان کړل.

تازه نن هغه دا اعتراف هم وکړ چې دوی د تحريک تا، لبان پاکستان او د پاکستان د حکومت ترمنځ د خبرو منځګړیتوب کوي، دا هم هغه څه دي چې ډیری افغانان یې مخالفت کوي، په داسې حال کې چې په پاکستان کې ډيموکراسي او سيکولر نظام حاکم ده ولې پاکستاني تا، لبان دې ته هڅول کېږي چې هلته د شرعي نظام د رامنځته کولو لپاره د جهاد څخه لاس واخلي او د پاکستان سيکولر، انګريز بنسټيز قانون ومني، ولې همدا متقي او تا، لبان نه و چې ویل به یې که امريکايان له افغانستان څخه ووځي بيا به هم دوی جهاد کوي ځکه چې په افغانستان کې نظام اسلامي نه دی اوس نو په پاکستان کې خو نظام هېڅ اسلامي نه دی بلکل غربي دی هلته بيا ولې همدا تا، لبان د شرعي نظام غوښتونکي هڅوي چې همدا غربي نظام د پاکستاني حکومت سره ومني.

جالبه داده چې تا، لب پلویان بيا د همدې کار ملاتړ هم کوي او له دې هخوا ان ویاړي چې دوی داسې حکومت لری چې اوس د نورو هېوادونو د ستونزو په حل کولو کې منځګړيتوب کوي، حال دا چې پاکستان همدا اوس واضح وايی چې د تحريک تا، لبان پاکستان لپاره یې بخښنه په هغه صورت کې اعلانوي چې دوی د پاکستان قانون ومني.

ليکوال: سيد الرحمان حقپال

Comments are closed.