fbpx

شفیق ستانکزی له دندې ګوښه کړی شو

د ولسمشر حکم پر اساس د افغانستان کرکټ بورډ نن د یو خبري کنفرانس له لارې د بورډ اجرائیه ریئس شفیق الله ستانکزی له دندې ګوښه کړ او پر ځای سرپرست اسد الله خان وټاکل شو د بورډ پر وینا د شفیق ستانکزي د کار موده نوره پای ته رسېدلې ده او له دې وروسته به اجرایه مشر نه وي.

نن د فبرورۍ پر ۱۱ مه نېټه په یو خبري کنفرانس کې د بورډ مشر عزیزالله فضلي وویل د ولسمشر د حکم پر اساس ستانکزی له دندې ګوښه کړی شو همداراز فضلي خبریالالنو ته زیاته کړه چې تازه د ولسمشر په حکم کې راغلي چې نور به اجرایه ریئس د اساس نامې په شکل ټاکل کېږي.

اجرائیه مشر شفیق ستانکزي د ۲۰۱۵ کال نر تر ۲۰۱۹ کاله پورې نږدې ۴ کاله د بورډ اجرایه مشر په توګه پاتې شوی و چې نن یې خپله دنده پای ته ورسیېده خو په بورډ کې د بلې دندې په تړاو څه یې نه دي ویل شوي .

د افغان کرکټ بورډ نوي سرپرست مشر اسد الله خان تر ډېره پخوا د ملي لوبډلې غړی او د روزونکي په توګه پاتې شوی دی چې د هېواده بهر یې په ډېرو سیالیو کې د ملي لوبدلې روزنه پر غاړه لرله .

په خبري کنفرانس کې د افغان کرکټ بورډ مشر د یو نوي بورډ جوړېدو خبر هم ورکړ د فضلي پر وینا په بورډ کې به نور نوي تغیرات هم راوستل شي او د یو نوي بورډ شاهدان به یاستئ.

د فضلي پر وینا پخوا په بورډ کې نورو چارواکو هم برخه لرله نور به هغوی هم زمونږ له ډلې نه ویي او ولسمشرۍ ماڼۍ ته مو تجربه لرونکي او تخنیکي کسان ورمعارفي کړي تر څو زمونږ سره برخه ولر ي .

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په اجرایه ریئس شفیق ستانکزي باندې تر دېره تورونه پورې شوي و چې ګواکې په بورډ کې خپلوي پالي او په فساد تورن دی.