fbpx

مشرانو جرګه د سولې په برخه کې د ولسمشر پرونۍ خبرې مثبت ګام بولي

تيره ورځ ولسمشر ننګرهار کې خلکو ته په خبرو کې وويل حاضر دی چې طالبانو ته په کابل، کندهار يا ننګرهار کې دفتر ورکړي او امنيت يې وساتي.

پرهمدې اساس نن د مشرانو جرګې مرستیال منشي فیصل سمیع رسنيو ته وويل که طالبان د حکومت دغه وړاندیز ته ځواب ووایي، د سولې د خبرو پر پروسې به ډېر اغېز وکړي هغه د ولسمشر پرونۍ خبرې یو مثبت ګام بولي او پر طالبانو يې ږغ وکړ چې د حکومت دې غوښتنې ته لبیک ووايي .

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین تېره ورځ رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې دوی د مسکو په وروستۍ ناسته کې د دغه دفتر په رسمي کېدو خبرې کړي.

که څه هم د افغان سولې په هکله ګرمې غونډې او بیلابیل خبرونه خپريږي خو تراوسه ددې لويدلي لمر څرک نه دی په ګوته شوی.