fbpx

غوڅ ملاتړ ماموریت په طالبانو بریدونو ته زور ورکړی

د سولې د هڅو پر دوام په کابل کې د غوڅ ملاتړ ماموریت او د هېواد دفاع وزارت وایي چې د طالبانو پر وړاندې یې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. غوڅ ملاتړ ماموریت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، سولې ته تر رسېدو پورې به د طالبانو پر وړاندې خپلو بریدونو کې کمښت رانه ولي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند ډیویډ بټلر ویلي، څو پورې چې سولې ته رسېږي پر طالبانو باندې به خپلو نظامي فشارونو ته دوام ورکړي. په ورته وخت کې د هېواد د فاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید وایي، اوسمهال د هېواد په پنځلس ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې نظامي عملیات دوام لري او تر هغو پورې به پر طالبانو خپلو فشارونو ته دوام ورکړي څو پورې چې د سولې خبرو ته حاضر شوي نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر پرون په ننګرهار ولایت کې د وینا پر مهال وویل، چمتو دی طالبانو ته په کابل او یا کوم بل ولایت کې دفتر پرانېزي او امنیت یې وساتي خو طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.