fbpx

ملي امنیت: په ننګرهار کې دوه پاکستاني ترهګر نیولي

د ملي امنیت ریاست وایي، په ننګرهار کې یې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرې جیش محمد ډلې دوه غړي نیولي دي.

دغه ریاست نن له غرمې وروسته په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې دغه دوه تنه پاکستاني اتباع یاد کړي چې په وینا یې، پر ډیپلوماتیکو اهدافو د حملو لپاره افغانستان ته را استول شوي وو چې خپل هدف ته تر رسېدو مخکې ونیول شول.

د ملي امنیت ریاست وایي، دواړو تورنو اعتراف کړی چې دوه میاشتې ورته په بلاکوت مانسهره او په تیرا کې د حملو روزنه ورکړل شوې وه.

څو ورځې وړاندې د کابل او اسلام اباد پر دې ټویتي لانجه وه چې ګواکې افغان ولسمشر د پاکستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي د ولسمشر غني پر خواخوږۍ قریشي توند غبرګون ښودلی و.

د شامحمود قریشي د ټویت وروسته امرالله صالح د پاکستان خلاف د ټویت په کولو غږ وکړ چې تاسې بریدګر رالېږئ او مونږ د خواخوږۍ تویټ درلېږلی د همدې ټویټي جګړې وروسته نن دا دوه پاکستاني بریدګر له پولي راوښتي و او ونیول شول.