fbpx

ولسمشر وايي لويه مشورتي جرګه به په حوت میاشت کې دایره شي

جمهوررئیس غني د سولې ملي مشورتي پروسې ته په خبرو کې وويل دا وطن د جرګو او مشورو وطن دی؛ د دې لپاره چې مشوره پراخه شي، د لویې جرګې د دایرولو په اړه ستاسې مشوره منم غني وایې لویه مشورتي جرګه دې د حوت د میاشتې په ورستیو کې په کابل کې دایره شي .

د غني پر وینا په دې لویه جرګه کې د افغانستان د ټولو خلکو استازي دې په کې ګډون وکړي او د افغان سولې په هکله دې خپل نظرونه تبادله شي.

ولسمشر غاصبينو ته په خطاب کې وويل غاصبینو ته موږ ځای نه پريږدو او په پایداره سوله کې غاصبين ځای نلري، هغه همداراز د افغان امنيتي ځواکونو هڅې او زحمتونه و ستايل او زياته يې کړه چې دوی شخصي غوښتنې نلري ټول په ملي روحيه د هېواد خدمت ته دوام ورکوي.

غني په خبرو کې وویل زمونږ بحث د نړۍ سره په د منطق او ګټو بحث دی دا د احساساتو بحث نه دی غني زیاته کړه باید نارمه نه شئ په ارامۍ او د تعادل رفتار وکړئ .

ولسمشر دا پرېکړه په داسې حال کې کوي چې د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي د لويي جرګې د جوړيدو غوښتنه کړې وه.