fbpx

لوړو زده کړو ته انلاین سېسټم جوړوي

د لوړو زده کړو وزارت د علم توانایي په شعار سره د افغان اېکس په نوم د انلاین زده کړې سېسټم پیلوي. له دغه سېسټم څخه په ګټنې سره هر څوک کولای شي دانټرنېټ له لارې د وخت او ځای له محدودیت پرته په هر ځای او هر وخت کې کې د ګرځنده ټلېفون او کمپیوټر له لارې په هېواد دننه او بهر د پوهنتونونو تحصیلي مرکزونو ته لاس رسی ولري.

د لوړو زده کړو وزارت د شمېرو له مخې په اوس مهال کې درې زره پنځه سوه اویا افغان زده کړیالان د لېسانس، دوه زره او شپږ پنځوس تنه د ماسټرۍاو درې سوه اته پنځوس  تنه د دوکتورا په برخه کې په باندېنیو هېوادونو کې په زده کړو بوخت دي.

د لوړو زده کړو وزارت دا راز زیاتوي چې په روان هجري لمریز کال کې ٤٠٥ تنه د لېسانس، ٨٧٤ تنه د ماسټرۍ او ١٠٢ تنه هم د دوکتورا په برخه کې د ٤١ هېوادونو پوهنتونونو ته د لوړو زده کړو لپاره ولېږل شي.