fbpx

امریکا: له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له افغان ځواکونو سره ولاړ یو

د امریکا دفاع وزارت سرپرست پاټرېک شاناهان د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد سره د لیدنې پر مهال ویلي، امریکا به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې له افغان ځواکونو سره ولاړه وي.

د امریکا دفاع وزارت پر یو ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دی.

نوموړي  کابل کې د ځانګړو عملیاتو د قول اردو په قوماندانۍ کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت له سرپرست اسدالله خالد او نورو افغان پوځي چارواکو سره ولیدل.

په یاده لیدنه کې ښاغلي خالد د افغاد پوځ وروستۍ لاسته راوړنې بیان کړې او د پوځ د پیاوړتیا ، مسلکي ښوونې او روزنې په برخه کې یې د امریکا د نورو مرستو غوښتنه وکړې ده.

په ورته مهال کې د امریکا دفاع وزارت سرپرست پاټرېک شاناهان له افغان پوځ سره د امریکا د مرستو ژمنه تکرار کړې ده. او وایي امریکا به د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې له افغان پوځ سره ولاړه وي.

نوموړي ډاډ ورکړی چې د افغان پوځ د سمبالتیا او له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې له افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه یوازې نه پریږدي.