fbpx

د شهر صفا لپاره دطالبانو ولسوال نیول شوی 

راپورنه وايي، افغان ځواکونو د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال په ارغستان ولسوالۍ کې نیولي دی.
راپورونه زیاتوي، چې نیول شوی طالب ولسوال ملا عبدالروف نومېږي او د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې نیول شوی.
امنیتي سرچینې وايي، دغه طالب ولسوال له افغان امنیتي او دفاعی ځواکونو سره تر یوې سختې نښتې وروسته نیول شوی دی، خو د وخت په اړه یې څه نه دي ویل شوي.
راپورونه زیاتوي، چې په دغه نښته کې د ملا عبدالروف پنځه ساتونکي هم وژل شوي خو افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی رسېدلی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.