fbpx

نبیل درواغ وايي

د ملي امنیت پخوانى ناکام رييس او د ولسمشرۍ ټاکنو ته له ورایه ناکام نوماند رحمت الله نبیل چې د سولې د سرسخته مخالفینو له جملې څخه دی، اوس په خلکو ځان پېژني. نوموړى که څه هم د سي آی اې د پخې جاسوسۍ سابقه لرونکی دی او غواړي بیا د جان کېري په څېر د یوه بل بادار په مټ تر ارګ یا هماغه پخواني رياسته ورسېږي.

ولس خبر دی چې نوموړی چې د یو څو نورو نوماندانو غوندې هيڅ ولسي ریښه نه لري، غواړي د فېسبوک او سوشل میډیا ځینې تش ذهنه ځوانان په تشو شعارونو او د ملي شخصيتونو په سپکولو وغولوي.

په همدې لړ کې نوموړي او د نوموړي معاش خورو کمپاینرانو د مسکو د سولې د بین الافغاني غونډې څخه وروسته چې په دې اتلس کلنې جګړې کې یې په لومړي ځل د افغان – افغان د زغم او درناوي بې ساری مثال وړاندې کړ، د بدنامولو او ناکامه ښوولو لپاره په یو لړ ماشومانه حرکاتو لاس پورې کړ.

نوموړي د کابل د قلعه جواد د حضراتو د کورنۍ سجاده نشين حضرت امین جان اغا مجددي ته د ځینې استخباراتي ټګمارانو له لورې منسوب شوي صوتي پيغام ته چې یو کس پکې د مسکو له غونډې بل چا ته حال او جریان وایي او په خپلو خبرو کې یو ځای د بل چا په حواله د کابل مفسدو چارواکو ته په اصطلاح منافقین خطاب کوي… نشر کړی او ورسره یې د اوسني کاواکه نظام تر چتر لاندې د پالنې الزام لګولی.

دا هم ولولئ: د افغانستان د جهاد داستان

نبیل له دې پرته چې د پیغام پر نوره محتوی او د خوشحالۍ په احساساتو کې راغلي پیغام انګیزې ته پام وکړي، د قلعه جواد د خانقاه پر معزز سجاده نشین او ملي او روحاني شخصیت حضرت امین جان اغا مجددي تور پورې کړی، چې ګنې ساتونکو ته یې د حکومت له بودجې تنخواه ورکول کېده.

په داسې حال کې چې زه له تېرو پنځلسو کلونو د دې خانقاه د یوه خادم او د مدرسې او ټولنیزو چارو د منشي په توګه کار کوم او له هر څه یې اګاه یم، دا لګېدلي بې بنياده تورونه هسې اوازه او د سولې ضد پروپاګند دی.

اصل کیسه داسې وه چې د همدې نبيل ماننده بې کفايته او لنډغرو چارواکو په واکمنۍ کې د پلازمېنې اوسيدونکو ډول ډول حوادث او پیښې ولیدلې، نو محترم حضرت امین جان اغا مجددي هم د مخلصینو د ټينګار له کبله د خپل ځان د حفاظت او امنیت په خاطر د کابل د اطرافو څو تنه ځوانان چې پلرونه یې کلونو کلونه د خانقاه او حضراتو په خدمت کې پاته شوي ول، د ساتونکو په توګه له ځان سره ګرځول.

دا چې په ټوله نړۍ او اکثرو هیوادونو کې معمول داسې دی، چې په غټو ښارونو کې د وسلو او تورو ښیښو د ګرځولو لپاره باید د هغوی لایسنس ولري، نو موږ هم د خانقاه د ساتونکو او پيره دارانو د حیثیت او عزت په خاطر چې مبادا د خلکو په منځ کې خلع سلاح نشي، نو هغوی ته لايسنسونه او جوازنامې جوړې کړې چې نقل یې اوس هم د خانقاه په دفتر کې موجود دی.

زه نبیل او د ده ټولو کارمندانو ته په چېلنج وایم، که چیرې دوی د خانقاه د ساتونکو د معاش یا بل کوم ثبوت لري، نو را وړاندې دې کړي.

کنه د هېواد له ټولو روحانيونو او ملي شخصیتونو دې د سپکاوي او الزاماتو او همدارنګه بخښنه وغواړي، کنه نو د ولس د خپلو نازولیو شخصیتونو د سپکاوي وار چا ته نه پریږدي.

لیکوال : مسعود نقشبندي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

ليکنه د ليکوال خپل نظر دى، لازمه نه ده چې د خبريال اداره دې ورسره همغږې وي. تاسې هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې د خپراوي لپاره راولېږئ. زموږ برېښناليک: khabarialweb@gmail.com