fbpx

د افغانستان لومړنى ولسمشر چې په خپل مرګ مړ شو

صبغت الله مجددي د محمد معصوم مجددي زوی په ١٣٠٥ لمريز کال کې په کابل کې يوې دينداره کورنۍ کې زېږېدلى و. ښاغلي مجددي په ١٩٨٤ کال قاهرې ته ولاړ او هلته یې  د الازهر په پوهنتون کې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړې.

په قاهره کې یې د اخوان المسلمین د حسن الحوضایبه سره اشنایي پیدا کړه او د هغوی پیروی شو. ښاغلی مجددي په ١٩٥٤ کال کې د اخوان المسلمین له ډلې سره یوځای د جمال عبدالناصر د وژنې په توطیه کې لاس درلود چې په قاهره کې د افغانستان د سفیر صادق مجددي له لورې بېرته افغانستان ته راستون کړی شو.

افغانستان ته په بېرته راګرځېدلو سره یې د کابل پوهنتون، نجات لیسه، غازي لېسه، استقلال لېسه، عالي دارالمعلمین او عربي دارالمعلمین کې دیني زده کړې پیل کړې.

په ١٩٦٠ کال کې د شوروي اتحاد د یو تن هییت د وژنې د توطیې په تور د کابل زندان کې اسیر شو. د څلور نیم کال بند تېرونې وروسته د دوو کلونو لپاره له هېواده تبعید شو.

په ١٩٧٧ کال کې د سعودي عربستان د پاچا په وړاندیز د ډنمارک د کپنهاګ جومات د ملا امام په توګه ولېږل شو.

په ١٩٧٧ کال کې د عربستان د حکومت له لورې ورته د عربستان د تابعیت وړاندیز وشو چې له هغې وروسته یې د عربستان تابعیت واخېست.

ښاغلی مجددي د شاهي نظام په له منځه تللو او د سردار داود خان له لورې د ولسمشرۍ  د نظام رامنځته کېدلو نه زیات متأثره شو.

کله چې په افغانستان کې خلق ديموکراتيک ګوند کودتا وکړه، نو صبغت الله مجددي هم پاکستان ته لاړ، هلته يې د افغانستان ملي نجات ګوند جوړ کړ او د حکومت پر ضد يې سياسي او وسله واله جګړه پيل کړه.

په افغانستان کې د جهاد پر مهال يې نوم پېدا کړ، چې له همدې امله کله چې د افغانستان حکومت د مجاهدينو لاس ته ولوېد، نو صبغت الله مجددي يې د دوه مياشتو لپاره د افغانستان ولسمشر کړ. هغه د مجاهدينو د پېر لومړنى ولسمشر و، چې د ١٩٩٢ کال د اپريل نه تر جون مياشتې پورې يې دغه دنده ترسره کړه.

مجاهدين چې کله په خپل منځ کې په حکومت وران شو او په خپل منځ کې يې يو بل ته ټوپکې ونيولې، په داسې مهال کې بيا طالبان راپېدا شول او له مجاهدينو څخه يې حکومت ونيوه. صبغت الله مجددي يو ځل بيا پاکستان ته لاړ.

ويل کېږي چې د طالبانو د حکومت پر مهال صبغت الله مجددي له سياسي هلو ځلو څخه ځان يوې څنډې ته کړ، خو کله چې بيا د حامد کرزي په مشرۍ موقته اداره رامنځ ته شوه، نو په ٢٠٠٣ کال کې د افغانستان په لویه جرګه کې د اساسي قانون تصویبونکی او له ٢٠٠٥ نه تر ٢٠١١ کال پورې د مشرانو جرګې رییس پاتې شوی دی.

نوموړى یو سیاستمدار، جنګ سالار او د افغانستان له اهل فقهاوو څخه و، هغه د افغانستان د ملي نجات ګوند مشر و، همدا راز د سولې عالي شورا د مشر په حېث يې هم دنده ترسره کړې وه.

د حضرت صبغت الله مجددي د مړينې اوازې له ډېرې مودې راهيسې خپرېدې، خو تل به رد کېدې، دا ځل يې کورنۍ هم مړينه تاييد کړه او وې ويل چې د دوشنبې په ماسخوتن خوا و شا لس بجې يې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې. د مړينې پر مهال يې عمر ٩٣ کاله و.

د ښاغلي مجددي جنازه به نن په غازي سټوډيوم کې لس بجې ادا شي.

د حضرت صبغت الله مجددي په مړينه باندې د افغانستان سياسيونو خواشيني څرګنده کړې او هغه يې يو عالم، مجاهد او نېک انسان بللى دى.

همدا راز ويل کېږي چې حضرت صبغت الله مجددي د اسلامي دولت لومړنى ولسمشر و، همدا راز هغه لومړنى ولسمشر و چې په خپل مرګ مړ شو، ځکه نور ولسمشران يا هم ترور شوي او يا ورسره بله کومه پېښه شوې ده.